1402 سلواغې 9 مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بنسټونو او کارپوهانو له یو ایتلاف سره یوځای شوی دی، چې د انټرنیټي جرمونو(سایبري جرمونو) په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په وروستۍ غونډه کې له ګډون کوونکي دولتي پلاوي غواړي ډاډ ترلاسه کړي؛ ترڅو وړاندیز شوی کنوانسیون به یواځې له سایبري جرمونو سره پر مبارزې متمرکز وي او له دغه کنوانسیون به د انساني حقونو له ډلې د خبریالانو د حقونو د کمزوري کولو د وسیلې په توګه ګټه نه اخېستل کېږي.
د انټرنیټي جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په غونډه کې ګډون کوونکي دولتي پلاوي ته په خطاب، په یوه پرانیستي لیک کې چې د افغانستان دخبریالانو مرکز او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له 100 ډېرو د بشري حقونو او د بیان ازادۍ او د رسنیو ملاتړو بنسټونو لاسلیک کړی غوښتنه شوې، چې یاد کنوانسیون دې د بشري حقونو د کمزوري کولو پرځای له انټرنیټي جرمونو سره تر مبارزې محدود کړي. د دې لیک لاسلیک کوونکو ویلي که په دې کنوانسیون کې د پام وړ بدلونونه را نه شي، باید د ګډون کوونکو حکومتونو له خوا رد شي.
د بشري حقونو او مدني ټولنې ډلو هڅه کړې، چې د کنوانسیون مسوده د بشري حقونو له موجودو قوانینو او معیارونو، د ملګرو ملتونو منشور او د لاښه انټرنیټي امنیت لپاره غوره لارې سره تنظیم کړي. د دې پرانیستې لیک لاسلیک کوونکو یادونه کړې، چې له بده مرغه د سایبري جرمونو ملي قوانین په غیر عادلانه توګه د ژورنالستانو او امنیتي څیړونکو په نښه کولو، د مخالفانو او افشا کوونکو د ځپلو، د بشري حقونو مدافعینو په خطر کې اچولو، د بیان ازادۍ محدودولو او د غیر ضروري او غیر متناسب دولتي څارنیزو کړنو د توجیه کولو لپاره کارول کیږي.
په دې لیک کې یادونه شوې، چې له بده مرغه د سایبر جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون وروستۍ مسوده، چې تمه کیږي د 2024 کال د جنورۍ (1402 سلواغې 11) په پای کې وروستۍ شي؛ د لاسلیک کونکو اندېښنو ته ځواب نه وایي او په اوسنۍ بڼه او منځپانګې سره د هغې تصویب د بشري حقونو په ګډون د خبریالانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او سرغړونې ګواښ زیاتوي او د انټرنیټ کارولو خوندیتوب کموي.
د پرانیستي لیک متن او د لاسلیکوونکو بنسټونو د لیدنې لپاره(په دې ځای) کلیک وکړئ.!

