د خبریالانو مرکز د وژل شوې فلسطینۍ خبریالې شیرین ابو اقلا لپاره له نړیوال عدالت ایتلاف سره یوځای شو.

۱۴۰۱ د جوزا ۸ مه

کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز د بېلابېلو هېوادونو د خبریالانو او بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له ایتلاف سره یوځای شوی، چې د الجزیرې د خبریالې شیرین ابو اقلا د وژنې په اړه د سمدستي، بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي. دغه فلسطيني خبريال د روان کال د ثور په ٢١مه د اردن سيند د لويديځې غاړې په شمال کې د جنين په ښار باندې د اسرائيلي پوځيانو د بريد په ترڅ کې ووژل شو.

د عدالت غوښتنې دغه غوښتنليک د مطبوعاتو د نړيوال انسټيټيوټ له خوا چمتو شوى او د افغانستان د خبريالانو د مرکز په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د خبريالانو له حقونو څخه د دفاع ٣٤ بنسټونو لاسليک کړى دى.

په دغه غوښتنه کې ویل شوي چې د شیرین ابو اقلا قتل، چې له کلونو راهیسې یې د فلسطین له لوېدیځې غاړې څخه راپور ورکاوه، د نړۍ ډېر خلک حیران کړي دي. د عدالت غوښتنې په دې لیک کې د الجزیز ټلویزیون په وینا ویل شوي، چې شیرین او د دې تلویزیون درې نور خبریالان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د جنین په ښار کې د فلسطیني کډوالو په کمپ باندې د اسرائیلو د برید په اړه د راپور چمتو کولو پر وخت کې د اسرائیلي پوځیانو تر برید لاندې راغلي دي. په ليک کې ويل شوي، چې دغو خبريالانو خولۍ او حفاظتي واسکټونه اغوستي وو، چې په څرګند ډول يې هغوی د خبريالانو په توګه معرفي کول؛ خو سره له دې شيرين ابو اقلا په مخ او د هغه همکارعلي الصمودي وویشتل شوو، چې له امله يې شيرين مړه او الصمودي په روغتون کې تر درملنې وروسته رخصت شو.

د نړیوالې عدالت غوښتنې په دغه لیک کې یادونه شوې، چې د عیني شاهدانو، ویډیويي اسنادو او د رسنیو د راپورونو له مخې ښايي دغه خبریالان په قصدي ډول د اسرائیلي پوځیانو له خوا په نښه شوي وي. لاسلیک کوونکو سازمانونو په فلسطین کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یوې مهمې بیلګې په توګه دې پیښې ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده. په عریضه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو) د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲ کال راهیسې په فلسطین کې لږ تر لږه ۲۳ خبریالان وژل شوي او سلګونه نور خبریالان ټپیان شوي او یا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

د دې فلسطیني خبریال د عدالت غوښتنې په غوښتنلیک کې راغلي، چې د نړیوالو اسنادو او انساني حقونو او همدارنګه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو له مخې له حکومتونو غواړي، چې پر خبریالانو د بریدونو او د هغوی له حقونو څخه د سرغړونې پېښې ژر تر ژره، په بشپړه او خپلواکه توګه وڅېړي. اسرائیل په دې برخه کې یو له ناکامو حکومتونو څخه دی.

د دې عدالت غوښتنې لاسليک کوونکو سازمانونو په داسې حال کې چې له اسرائيلو څخه يې د بشپړې، شفافې او خپلواکې څيړنې غوښتنه کړې؛ زياته کړې ده چې دغه څيړنه بايد د ملګرو ملتو له پروتوکولونو سره سم او د خپلواکو نړيوالو کارپوهانو او څارونکو په شتون کې ترسره شي او د اسرائیل له لورې د دې کار د نه ترسره کولو په صورت کې به دا پېښه د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) وڅېړي.

د بشپړ لیک او لاسلیک کوونکي سازمانونه