۱۳۹۹ کب ۱۹ مه
د افغانستان د خبريالانو مرکز او په نړۍ کې د رسنيو او بيان ازادۍ ملاتړو۴۰ بنسټونو، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په پرانیستي ليک کې، په افغانستان کې د خبريالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د لیک لاسلیک کوونکو له ګواښ سره، پر مدني فضا د دې بهیر زیانمنونکي اغیز او په افغانستان کې د رسنیو خپلواکي او د دوی دیموکراتیک حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتنه شوې چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
په دې ليک کې چې د افغانستان دخبریالانو مرکز له لورې لیکل شوی ویل شوي دي چې د دې بنسټ د موندنو پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال د کب په مياشت کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک له لاسليک وروسته، په افغانستان کې لږ تر لږه یولس خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې ډيری يې د خپلې دندې له امله او په ځانګړي توګه په قصدي توګه موخه ګرځول شوي دي. د بېلګې په توګه، د لیندۍ په مياشت کې، په جلال آباد ښار کې د انعکاس راډيو تلويزون خبرياله، ملاله ميوند، د انساني حقونو په نړيواله ورځ (دسمبر ۱۰) له خپل موټروان سره ووژل شوه. لس ورځې وروسته، ازاد خبريال، رحمت الله نيکزاد، په غزني کې ووژل شو او د شاوخوا لس ورځو په تېرېدو، د غور غږ راډيو مسؤل مدير او خبريال بسم الله عادل ایماق فيروزکوه ښارته نږې د وسله والو کسانو په بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دې ليک کې په ډاګه شوې ده چې خپلواکې رسنۍ او د بيان ازادي، يو مسلم بشري حق دی چې په نړيوالو کنوانسيونونو کې چې افغانستان يې غړيتوب هم لري او همدارنګه د افغانستان په قوانينو کې په رسميت پېژندل شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د سياسي او مدني حقونو نړيوال میثاق ۱۹ ماده د بيان ازادۍ (له مداخلې او خنډ پرته) پلټنه، د اطلاعاتو له ترلاسه کولو او لېږد او نظرونو څخه ساتنه کوي، په داسې حال کې چې د رسنيو سره د اړوندو قوانينو اجرا چې د هغوی ساتنه او خونديتوب تضمينوي، د افغانستان حکومت مسولیت دی.
د لاسليک کوونکو سازمانونو په وينا، که څه هم د دې حقوقو د ساتنې لپاره د افغانستان حکومت له لوري يو څه کوښښونه شوي دي؛ مګر دا کارونه په خبريالانو باندې د تاوتريخوالي مخنیوي او د هغې د عاملينو د محاکمې لپاره بسندویه نه دي او اوس هم له سزا د معافيت کلتور پرځای دی او دوام لري.
په ورته وخت کې ، دې بنسټ ولسمشر محمد اشرف غني ته له ۲۰۰ څخه زياتو خبريالانو پرانیستي ليک او همدارنګه په کابل کې د اروپا، اسټراليا، کاناډا، ناټو، ناروې، بریتانيا او امريکا سياسي استازولیو ته ګډې اعلامیې ته په اشارې سره چې په هغې کې په افغانستان کې د خبريالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده شوې وه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اقدام غوښتنه کړې ده.
په ليک کې راغلي دي چې اوسني وضعيت ته په کتو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي استازولي (يوناما) د امنيت شورا د ۲۲۲۲ پرېکړه ليک او د ملګرو ملتونو سازمان د نورو مصوبومطابق، د هغې له جملې د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د سزا څخه د معافيت کلتور او د خونديتوب موضوع لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د عمل پروګرام دې، په افغانستان کې د جنګ د ښکېلو غاړو څخه وغواړي چې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږي.
د ليک، لاسلیک کونکو بنسټونو زياته کړې ده چې د امنیت شورا باید په افغانستان کې د خبريالانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې زياتې کړي او په ځانګړي ډول، د افغانستان حکومت سره په ګډې همکارۍ د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا څخه د معافيت کلتور د ختمولو لپاره په جدي ډول کار وکړي. سربېره پردې، د سولې خبرو اترو په پايله کې د هر ډول احتمالي سياسي بدلون په صورت کې دې، امنيت شورا له خپل ټول ډيپلوماټيک ځواکه د رسنيو د خپلواکۍ، خبريالانو او رسنیو کار کوونکو خوندیتوب څخه چې په افغانستان کې د ګواښ او ډار لاندې دي، د غیري نظامي ډلې په توګه د ملاتړ د ډاډ لپاره ګټه واخلي.
د رسنیو د خپلواکۍ خوندیتوب ته د افغانستان حکومت ژمن پاتې کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو مشروطول، او ګواښل شويو خبريالانو او د رسنيو کارکونکو لپاره د لاسرسي وړ او عملي ملاتړ د غښتلتیا په خاطر، لکه امن، پناه ځايونه او يا روغتیایي مرستو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅونه، له نورو لویو غوښتنو څخه دې چې لاسليک کونکو سازمانونو، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په خپل پرانیستي لیک کې مطرح کړي دي.
د ليک اصلي متن په انګليسي ژبه
د پرانیستي لیک لاسلیکوونکي سازمانونه/بنسټونه:
Afghanistan Journalists Center(AFJC)
ARTICLE 19 - International
Americans for Democracy & Human Rights in Bahrain(ADHRB)
Afghan Independent Journalists Association (AIJA)
World Association of Community Radio Broadcasters (AMARC) - International
Bytes for All (B4A) - Pakistan
Cambodian Center for Human Rights (CCHR) - Cambodia
Community Media Solutions – United Kingdom
Committee to Protect Journalists (CPJ) - International
Cartoonists Rights Network International (CRNI) - International
Federation of Media Employee Association (FMETU) - Sri Lanka
Foundation for Press Freedom - FLIP - Columbia
Free Media Movement (FMM)- Srilanka
Federation of Nepali Journalists (FNJ) - Nepal
FORUM ASIA - International
Free Press Unlimited (FPU) - International
Freedom Forum - Nepal
Freedom House - International
Fundamedios - Andean Foundation for Media Observation and Study – Latin America
Global Forum for Media Development (GFMD) -International
Globe International Center - Mongolia
Initiative for Freedom of Expression(IFOX) – Turkey
Independent Journalism Center (IJC)- Moldova
Indian Journalists Association (IJU) - India
International Press Centre (IPC) - Nigeria
International Press Institute (IPI) - International
Media Development Investment Fund - International
Media Watch - Bangladesh
Media Foundation for West Africa (MFWA) – West Africa
Media Institute of Southern Africa (MISA) – Southern Africa
Media Rights Agenda (MRA) - Nigeria
National Union of Journalists - India
Organized Crime and Corruption Reporting Project (OCCRP) - International
PEN Canada - Canada
PEN International - International
PEN Norway - Norway
Pacific Islands News Association (PINA) – Pacific Islands
Pakistan Press Foundation(PPF) - Pakistan
Press Emblem Campaign (PEC) - International
southeast Europe Media Organisation (SEEMO) – Eastern Europe
Vigilance for Democracy and the Civic State - Tunisia

