د افغان خبریال په سینه کې د «خوږی مرمۍ» روایت

د افغان خبریال په سینه کې د «خوږی مرمۍ» روایت

پنجشنبه، ۱۳۹۲ د غویي ۵

په دې وروستیو کې په هرات کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د «مژده راډیو» خبریال او په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر علي اصغر يعقوبي، د غویي په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ماښام د نامعلومو وسله‌والو له خوا د برید هدف وګرځېد، هغه برید چې دی په کې ژوندی پاتې شو.

خو مرمۍ لا هم د هغه په سینه کې ده، هغه مرمۍ چې وايي خوښه مې ده او کله یې چې له بدن څخه راوباسم د یادګار په توګه به یې وساتم، اوس له روغتون څخه بېرته خپل کور ته ستون شوی دی او زه یې د لیدلو لپاره ورغلم.

ناکامه برید

علي په دې ورځو کې په خپل کور کې د هغو کسانو کوربه توب کوي، چې د حال پوښتنې لپاره ورځي، هغه په شونډو موسکا لري او داسې ښکارې چې د پېښې له امله دومره غمجن نه دی.

هغه وايي:

«زه له دوو لويو موضوعاتو سره مخ شوم؛ لومړی دا چې تمه مې نه لرله داسې پېښه رامنځته شي او دوهم د دوستانو مینې او ملاتړ ډېر حیران کړم.»

مرمۍ د هغه د وږې کیڼ اړخ ته له زره څخه لږ پورته لګېدلې ده، وضعیت یې اوس مخ په ښه کېدو دی او په تمه دی چې مرمۍ بیرون راوباسي.

ناپېژانده کسانو د غویي په دوهمه هغه مهال چې نوموړی له ادارې څخه د کور پر لور روان وو، پر ده درې ډزې وکړې چې یوه مرمۍ یې پرې ولګېده.

علي وايي: «څو ورځې مې کارونه بیخي ډېر وو، خپلې مېرمنې سره مې ژمنه کړې وه چې ماښام به ژر کور ته راځم او څو ساعته به له کار څخه لرې د تفریح په توګه له هغوی سره و اوسم.»

هغه د ماسپښین شاؤخوا څلور بجې له راډیو څخه د کور پر لور حرکت کوي او د کج سړک په نوم په یوه فرعي سړک کې دوه موټرسایکل سپاره پرې ډزی کوي.

هغه زیاتوي: « شاؤخوا ته مې هېڅ پام نه و، ناڅاپه مې خپل چپ اړخ کې چاودنې ته ورته غږ واورېد، په بې اختیاره توګه مې موټر ودراوه او پام مې شو چې څنګ ته ښيښه مې په بشپړه توګه له منځه تللې ده، څه موده ګیچ او ګډوډ وم، یواځې مخامخ مې ولیدل چې یو موټرسایکل له دوه سپرلیو سره له ما لرې کېږي، سړک په بشپړه توګه خالي وو، هغوی دواړو سر او مخونه په څادر پېچلي وو، وروسته مې ځان ته وکتل او خپلې په وينو لیت پيت وږې ته مې پام شو.»

دې پېښې د علي ذهن ګډوډ او پرېښانه کړی و.

«کله چې پوه شوم په مرمۍ لګېدلی یم، خپل راتلونکی مې سترګو ته ولاړ وو، فکر مې کاوه که ژوندی پاتې شم، څه به پېښ شي، ډاکتران، او نور اړین شیان، ځکه سړک خالي و او له بله اړخه له راډیو هم چندان لرې نه وم، پریکړه مې وکړه چې بېرته راډیو ته ور وګرځم.»

هغه له دې پېښې څخه ډېر دې ته غوصه وو چې خپرونې یې له خنډ سره مخ شوي دي.

له برید وروسته

د علي اصغر دوه همکارانو حکمت همت او حامد رحیمي هغه له راډیو څخه روغتون ته ورساوه.

حکمت همت وايي: «زه د راډیو دننه وم چې یو ناڅاپي شور مې واورېد، له خپل دفتـره بهر ووتلم، علي مې مخې ته ولید، جامې یې په وینو ککړې وې او پر زړه یې لاس ایښی و، تر دا دمه مې هېڅکله داسې څوک له نږدې نه و لیدلی چې مرمۍ یې خوړلې وي. څو شېبې مې د پرېکړې کولو او حرکت توان نه درلود په ځانګړې ټوګه کله مې چې د علي لاس د هغه پر زړه ولید، د نورو ورځو په خلاف مې موټر په ډېره سختۍ له انګړ بهر کړ او له هغه سره یوځای د هرات دولتی روغتون په لور روان شوو.»

په همدې وخت کې همت یو بل خبریال ته خبر ورکړ او دا پېښه په چټکۍ سره په هرات کې خپره شوه. هم مهاله یې ولیدل چې حامد له موټره راکښته شوی او له نورو موټرچلوونکو سره په چیغو او بحث اخته دی.

حامد وايي: «د علي حالت ډېر اندېښمن کړی وم، سړک هم له موټرو ډک و، غوښتل مې ژر تر ژره روغتون ته ځان ورسوو، پر خپلو کړنو مې کنټرول نه درلود او پر هغو موټرو مې چی لارې یې بندې کړې وې، چیغې وهلې.»

څو شېبې وروسته، د علي زخمونه روغتون کې پټۍ شول، ډاکټرانو وویل چې ګولۍ له زړه څخه فاصله لري او د اندېښنې ځای نشته، د دې خبر په اورېدو د ټولو ډډې ولګېدې او ارام شول.

علي وايي: «په هغه حالت کې تر ټولو سخته خبره دا وه چې څنګه خپلې مېرمنې ته خبر ورکړم، هغې ته مې زنګ وواهه او ومې ویل چې نن یو څه ناوخته درځم، خو دوستانو مې ورته ویلي وو، چې روغتون ته راشي، ځکه ما ټکر کړی دی.»

هماغه شپه د خبریالانو او ملګرو شتون په روغتون کې علي ته ډېر خوشحالي ورکړه، د هرات په ښار کې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ټول اندېښمن وو او کېدایشي هر خبریال خپل ځان د علي په حالت کې انځوروو.

د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالي پر وړاندې غبرګون

د امنیتي ادارو چارواکي تر اوسه د برید کوونکو پر نیولو نه‌دي بریالي شوي او کوم کس یا ډلې هم د دې کار مسؤلیت نه‌دی منلی.

له پېښې یوه ورځ وروسته سهار لسګونه خبریالان د ښار د والي دفتر مخې ته راټول شول او د خبریالانو پر وړاندې وروستی تاوتریخوالی یې په کلکو ټکو وغنده‌.

خو یوازې دا ډول پېښې، په هرات کې یوازیني تاوتريخوالی نه دی چې خبریالان ورسره مخ‌ دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس آریا رئوفیان وايي: «په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو او فرهنګپااو پر وړاندې په بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي ترسره شوی دی، ځینې وخت د پولیسو له لوري، ځینې وخت ټولنیز تاوتریخوالي او ځینې وخت سازمان شوي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.»

اوس د دې حال دوام یوه لویه اندېښنه راولاړه کړې، د رسنیو او بیان ازادۍ ګواښ؛ سره له دې چې امنیتي چارواکو ژمنه کړې چې دا حالت به بدلون ومومي، خو اندېښنې به دومره ژر له منځته ولاړې نه شي.

سرچینه: بي بي سي