نیټه: ۱۴۰۱ د سلواغې ۲۹ (۲۰۲۳ د فبروري ۱۸)
لیکوال: ملک ستیز – د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څېړونکی
موږ به انتظار کاوه ترڅو د ماښام شپږ بجې شي، هغه وخت تلویزیون نوی دود شوی و. په افغانستان کې د تلویزیون د فعالېدو فکر د یوې مهمې رسنیزې وسیلې په توګه د پنځوسمې لسیزې په لومړیو کې راپورته شو، سردار محمد داوود د دې مهمې رسنۍ په رامنځته کولو کې بنسټیز رول ادا کړ، په ۱۳۵۶ کال کې د تلویزیون تخنیکي بنسټونه او اساسي دستګاوې ځای پر ځای شوې او په هماغه کال کې تلویزیون ازمایښتي خپرونې هم پیل کړې، چې په ورځ کې به یې یواځې یو ساعت خپرونې کولې.
په ۱۳۵۷ کال کې کله چې نظامي کودتا وشوه او سیاسي رژیم بدل شو، نورمحمد ترهکي چې د نوې حکومت مشري یې پر غاړه درلوده د تلویزیون د تأسیس امتیاز خپل خپل کړ او د ۱۳۵۷ کال د زمري په ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې په ورځ یې رسماً د تلویزیون پرانیسته وکړه. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د تلویزیون بنسټ ایښودلو کې د لومړي جمهوري دولت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر عبدالرحیم نوین ونډه ډېره ارزښتناکه وه.
کابل کې لا هم د ارامۍ وږمه خوره وه، لا ټولو کورونو ته تلویزیون نه و راغلی، د کابل خلک ډېر شتمن نه وو، یوازې هغه کسانو چې ډېرې پیسې یې لرلې، تلویزیونونه یې اخیستي وو. په پیل کې تور او سپین تلویزیونونه بازار ته راغلل، ځکه چې ارزانه او د لاسرسي وړ وو، وروسته رنګه تلویزیونونه دود شول او د خلکو کورونو ته یې لاره پیدا کړه. د کابل ښاروالۍ به د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې تلویزیونونه لګولي وو او هغه څوک چې د تلویزیون د اخیستلو توان یې نه درلود، هلته به ورتلل او د تلویزیوني خپرونو له لیدو به یې له حیرانتیا سره خوند اخیست.
دا چې تلویزیون به هنري ټوټې او موسیقي خپروله د خلکو لپاره به د باور وړ نه وه. ښه مې په یاد دي، له هغو لومړنیو سندرو څخه چې د تلویزیون له لارې خپرې شوی، یوه یې د یو پخواني هنرمند ښاغلي حبیب شریف سندره وه، په دې سندره کې، حبیب شریف له اوږدو وېښتانو، پراخو پايڅو لرونکي پطلون او له پراخې غاړې لرونکې بلوز سره، چې د هغه وخت د نامتو هنرمندانو ځانګړتیا وه، د «از خانه برایی و مگر زود درایی» ترانه ویله، دا ترانه داسې انځور شوې وه چې ښاغلی شریف د سالنګ کوتل پر قیر شوي سړک روان دی او په خپلو هنري حرکتونو سره د هر لیدونکي توجه ځان ته جلبوي. موږ ټول د تلویزیون پردې ته ځیر وو، چې دا څنګه کېدایشي چې موږ د یو داسې کارنامې «شهکار» شاهدان واوسو.
لومړنۍ میهني ترانې چې د تلویزیون له لارې خپرې شوې، یو شمېر ځوان هلکان او نجونې یې ښودلې چې د افغانستان د بیرغ ریښې یې په لاس کې نیولې وې او د هغه شاؤخوا تاوېدل، ترڅو د ملي یووالي سمبول وړاندې کړي. هر ځل چې د بیرغ شاوخوا تاوېدل، زموږ په وجود کې به د وطن، زادځای، ازادۍ او پرمختګ احساس را ژوندی کېده.
وروسته به د تلویزیون ویاندویان پر پرده راښکاره کېدل، چې دا چاره به د ټولو د حیرانتیا لامل شوه؛ اخر څنګه کېدای شي چې د خبري ویاندویان په خپل کور کې ووینې؟ دې کار لویه غوغا راپورته کړه.
ښځینه او نارینه ویاندویانو به له اروپایي او رسمي لباسونو سره او ادبي ژبه د تلویزیون په پرده راښکاره کېدل، داسې ښکارېده چې د یوه ملت په وړاندې ناست وي او د یوه هېواد لپاره خبرې کوې، دا ډول صحنې انسان ته یو عجیبه احساس ورکاوه، داسې لکه ته د یوې جدي پېښې سره مخ یې، چې اورېدلو او لیدلو ته اړتیا لري او باید په بېپروایۍ ورڅخه تېر نه شې، دې احساس به ټول خلک چوپتیا ته اړ اېستل، څو مشران خبرونه واوري.
ورو ورو هنري، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي خپرونو هم تلویزیون ته لاره وموندله، او د تلویزیوني خپرونو وخت له یو ساعته څخه تر دوو، درېیو، څلورو، شپږو او حتی اتو ساعتونو پورې اوږد شو. د تلویزیون خپرونې به د ماښام له شپږو بجو پیلېدې او تر لسو بجو پورې به یې دوام کاوه.
وروسته د خپرونو وخت له لسو بجو تر دولسو وغزېد او په دې وخت کې به یې بیا د ماسپښین له څلورو بجو د شپې تر دولسو بجو پورې دوام درلود. خپرونې به د ماشومانو له پروګرامونو پیلېدې، چې یو غوره او فوقالعاده کار و. تلویزیون به ماشومانو ته د ښوونځي ارزښت، هنر، ادبیاتو، او سالمې کورنۍ د روزنې په اړه خپرونې وړاندې کولې، چې د کورنیو په ژوند یې مثبت اغېز درلود، کله به چې انیمیشن فلمونه چې د "کارتوني" په نوم یې شهرت درلود خپرېدل، د ماشومانو فکرونه او سترګې به د تلویزیون له پردې نه جلا کېدلې. داسې ښکارېده چې د ماشومانو، آن لویانو، سترګې د تلویزیون سکرین پورې نښتي وې.
ښه مې په یاد دي چې له لومړنیو کارتوني فلمونو څخه یو فرانسوی انیمیشن وو چې «کورلګول» نومېده او له ډېرې ښکلې او خوږې ژباړې سره به د ماشومانو د کورونو مېلمه کېده، په دې خپرونو کې به ماشومان شعرونه او سندرې ویلې او ښکلي هنري ټوټې به یې وړاندې کولې.
وروسته به اقتصادي او ټولنیزې خپرونې پیلېدې، په دې برخه کې به د اقتصاد، کرنې، روغتیا، ټکنالوژۍ، پرمختګ، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د دولت ونډه او د قانون د ونډې په اړه اونیزې خپرونې، چې هره یوه به په خپل نوبت جوړېدې، خپرېدې. د ښځو، بزګرانو، کارګرو او ځوانانو اړونډ تر ټولو ښې خپرونې په همدې وخت کې خپرېدې، چې ډېرې جلبوونکې او د لیدو وړ وې.
د ښځو لپاره خپرونو به په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او کلتوري پرمختګ کې د ښځو پر ونډې تمرکز درلود، چې پکې تعلیمي مطالب، مرکې او څېړنیز راپورونه خپرېدل. د ځوانانو پروګرامونو به د روزنې، تربیې، هنر، ورزش، وطن پالنې او عشق په اړه خبرې کولې، چې ډېرې جالبه او جذبوونکې وې.
د ماښام له اووه بجو څخه تر نهو بجو پورې به خبري، سیاسي او تحلیلي خپرونې وې، چې پکې دوه خبري ټولګې ( یوه په پښتو او بله په دري) شاملې وې او تبصرې، شننې او راپورونه پکې وړاندې کېدل. په دې دوو ساعتونو کې به تلویزیون د دولت او واکمن نظام د تبلیغاتي آلې بڼه غوره کړله او د سیاسي مشرانو، دولتي پروګرامونو، غونډو، ویناوو او ځانګړو راپورونو په اړه خپرونې به پکې رانغاړل شوې وې.
د خپرونو وروستۍ برخه، چې ډېری وخت د شپې له نهه بجو وروسته پیلېده، فرهنګ ته ځانګړې شوې وه. دې برخې ډېر ښکلي پروګرامونه درلودل، لکه د هنر مشعلداران، د هنر اووه ښارونه، رنګارنګ بهرنۍ سندرې، نوې موسیقي، د شنه آسمان لاندې، د معاصرو ادبیاتو بیاکتنه، هنري او ادبي خپرونې، د شعر او ترانې خپرونې، د تیاتر خپرونې، تمثیلي ټوټې، طنزي کتنې، له نړیوالو هنرمندانو سره ځانګړې مرکې، د ولسي هنري خپرونو ډولونه په سیمهییزو ژبو، د شفاهي ادبیاتو ژورې کتنې، د شعر شپه، زرینه تله، لنډې کیسې، د غزل موسیقي، کلاسیکه موسیقي، هنري تعلیمي پروګرامونه او لسګونه نور جالب فرهنګي او دودیز پروګرامونه پکې شامل وو.
کله چې د تلویزیون ورځنۍ خپرونې پیل شوې، له تلویزیون سره د خلکو مینه لا ډېره شوه، یادې خپرونې د جمعې په ورځو د سهار له لسو تر دولسو بجو او وروسته بیا له نهو بجو تر یوې بجې وغزېدې، په دغه ورځو کې تلویزیون کوښښ کاوه چې د لنډې خبري ټولګې په وړاندې کولو ډېری تفریحي پروګرامونه وړاندې کړي، چې ډېر خاطره جوړونکي وو، په دې خپرونو کې د «ستاسې سره یوه ګړۍ» خپرونه چې ښاغلي اسماعیل فروغي چمتو کوله او یا «د عطار قوطی» پروګرام چې لومړی د مرحوم ظاهر هویدا او وروسته بیا د محترم اسد بدیع له خوا وړاندې کېده، ډېر خوندور او ښکلي وو. همداراز کنسرتونه او د تیاتر پروګرامونه هم په همدې ورځو کې خپرېدل، چې ډېر په زره پورې وو.
د افغانستان د نوي جوړ شوي تلویزیون یوه ځانګړنه هنري-ښوونیز پروګرامونه وو، چې د ځوانانو ترمنځ د علم او هنر د هڅونې لپاره چمتو کېدل، دا پروګرامونه لکه «ځواب څه دی؟» او «د ذهن ازمونځای» نومېدل او په اوونۍ کې یو ځل خپرېدل، په دغو پروګرامونو کې د هېواد ښوونځیو په زدهکړه او هنر کې سیالۍ کولې او خپل غوره زدهکوونکي به یې ټولنې ته ورپېژندل، هلکانو او نجونو به په سیالیو کې برخه اخیسته او د زدهکړې لپاره به یې هڅه کوله، چې زما په اند بېسارې وې.
په ادبي نقد پروګرامونو کې، چې ډېری د فرهنګ پالې مېرمن فریده انوري له خوا چمتو کېدل، د هغه وخت غوره لیکوالانو به د هنري آثارو نقد کاوه چې دې کار د ادبیاتو د تخصصموندنې لپاره لاره هواروله. ادبي نقد یوازې د مفهومي او تخنیکي نقد پورې محدود و او د پراخ سانسور له امله د فکري نقد څرک نه ليدل کېده.
تلویزیون د هنر د تولید لپاره بېسیاله ډګر و، د هېواد د مطرح لیکوالانو پر کیسو په زړه پورې فلمونه جوړېدل او د سینما او تیاتر هنر ژوندی کېده همداراز تلویزیون وکولای شول چې له دوو نورو فرهنګي بنسټونو، یعنې افغان فلم او د کابل تیاتر (چې د کابل ننداري په نوم مشهور و) سره ښې همکارۍ ولري. ښه مې په یاد دي، چې د ګویته، چخوف، شکسپیر، برشت، استاد عبدالغفور برشنا او لسګونو نورو سترو لیکوالانو نمایشنامې د تیاتر نومیالیو هنرمندانو له خوا په رسمي ژبو اجرا کېدې.
تلویزیون د موسیقۍ لپاره هم یو غوره ډګر و، د موسیقۍ د غوراوي پلاوی د نامتو استادانو څخه جوړ شوی و، چې هېڅ اثر، شعر، تصنیف، آواز یا شخصیت نهشو کولای پرته له هنري معیارونو د دغه متخصص پلاوي له څارنې تېر شي. تلویزیون وکولای شول د خرابات کوڅې ته، چې د کلاسیکې او کابلي موسیقۍ اصلي زانګو ده لاره هواره کړي. دا د تلویزیون یو له غوره هنري لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږي. د خرابات کوڅې سترو استادانو تلویزیون ته لاره وموندله او کلاسیکه موسیقي او غزلونه زیات خلکو ته معرفي او ترویج شول. په دې برخه کې د استاد سرآهنګ، استاد هاشم، استاد رحیمبخش او استاد محمد عمر نومونه د یادونی وړ دي، چې د دې هنري څانګې په پراختیا کې یې ستره ونډه درلوده، د مرحوم استاد قاسم مکتب یو له هغو لارو چارو څخه و، چې په تلویزیون کې یې د هنر پرمختګ کې مهمه ونډه درلوده.
یو له سترو کارونو څخه چې په افغانستان کې نوې جوړ شوي تلویزیون ترسره کړ، د سیمهییزې موسیقۍ لپاره ځانګړي پروګرامونه وو، د دغو مهمو کارونو له ډلې څخه یو دا وه چې د پښتو محلي موسیقۍ ناستې «دېرې» یې تنظیم کړې، چې د پښتو ژبې غوره هنرمندان به یې په محلي موسیقي غونډو کې راټولول او غوره هنري پارچې به یې وړاندې کولې، په دې برخه کې د درې سترو هنرمندانو، استاد اولمیر، استاد زاخېل او استاد ګلزمان نومونه نههېرېدونکي دي.
په دغو پروګرامونو کې له خوستي پټیو نیولې، تر جلالآبادي کیسو، د پکتیا له اټنونو نیولې د لغمان او نورستان تر محلي رقصونو او له لوګري موسیقۍ نیولې د ګردېزي او کندهاري په زړه پورې هنري ټوټې خپرېدې.
تلویزیون همداراز د هزارهيي، ازبکي، بلوچي، ترکمني او نورو قومي کوچنیو فرهنګونو لپاره ځانګړي د موسیقي پروګرامونه خپرول، چې د ستاینې وړ وو.
له همدې امله و، چې په ټولنه افغانستان کې د تلویزیون فرهنګي غوړیدنې په دې پړاو کې د هېواد درنو هنرمندانو د موسیقۍ د تاریخ تر ټولو غوره او ارزښتناکې پارچې ثبت کړې. د تلویزیون د هنر او ادب څانګې د لیکوالانو او هنرمندانو له ټولنو سره ښې د همغږې او کاري اړیکې لرلې، چې له دې لارې لیکوالانو او هنرمندانو خپل بېساري اثار د تلویزیوني خپرونو له لارې ټولنې ته وړاندې کول، د تلویزیون ادارې دنده لرله چې د افغانستان د ستر لیکوالانو او هنرمندانو لکه استاد باختري، ډاکټر لطیف ناظمي، رهنورد زریاب، ډاکټر اکرم عثمان، ډاکټر عبدالاحمد جاوید، ډاکټر رازق رویین، ډاکټر اسدالله حبیب، نصرالله حافظ، ببرک ارغند، استاد عبدالروف بینوا، سلیمان لایق، زرین انځور، عبدالمنان ملګري، سیدجان ملال او... درنو شخصیتونو له ارزښتناکو آثارو بېساري خپرونې جوړې کړي، چې لا هم د تلویزیون په آرشیف کې شته، د بېلګې په توګه، د کلاسیکې موسیقۍ د زدهکړې یوه لړۍ وه، چې د استاد سرآهنګ له خوا او د موسیقۍ د محقق استاد عبدالوهاب مددي یې چلوونکي وو، وړاندې کېده یا هم د هغو لیکوالانو غوره لیکنې او نقدونه وو، چې په تلویزیوني تحلیلي او څېړنیزو ادبي خپرونو کې خپرېدل او د هغوی کارونو ته یې ځانګړې ارزښت ورکاوه.
له جوړښتي اړخه هم تلویزیون یوه فعاله او منسجمه اداره وه، خپرونې یې د هنر، ادب، سیاست، ټولنیزو چارو، فرهنګ او اقتصاد په برخو وېشل شوې وې او هرې برخې ځانګړې اجرائیه مدیریت درلود، چې د تلویزیون د رئیس له لوري رهبري کېدې، هره برخه کې د مسؤولینو ترڅنګ د هماغې برخې متخصصین ګمارل شوي وو، چې د تخصص او مدیریت په برخه کې یې مرسته کوله.
اجرائیه برخې تخنیکي چارې لکه تصویر، غږ، ثبت، رڼا اچونه، د سټوډیو همغږي، ژوندۍ خپرونې او د خپرونو مهالویش پر غاړه درلود. هغه کسان چې تخصصي کارونه یې کول، د تولید مسؤولیت یې درلود، چی هنرمندان، شاعران، لیکوالان، نقدکوونکي، طنز لیکونکي، سناریو لیکونکي او د فلمنامې لیکونکي پکې شامل وو. په واقعیت کې دا ډله د تلویزیون د فکري منځپانګې جوړونکي وو او په افغانستان کې د نوي جوړ شوي تلویزیون د بنسټ حیثیت یې درلود، بله ډله چې اجرائیوي ډله وه د تلویزیون اداري، مالي او بنسټیزو چارو مسؤوله وه او د ادارې بوروکراسي چارې یې پر مخ وړلې، چې په یوه سمه او پیاوړې اداره کې بنسټیز رول لري.
افغانستان ملي تلویزیون د لوړ کیفیت تولیدي وسایلو درلودونکی و، چې د پیل پر مهال د جاپان له خوا بنسټیزه مرسته ورسره شوې وه، وروسته بیا شوروي اتحاد د تلویزیوني بنسټونو د بشپړتیا لپاره ستره ونډه ادا کړه، د شمشاد په نوم د اسپوتنیک سپوږمهییز سیستم یې ځای پر ځای کړ، چې له مرکز کابل څخه ولایاتو ته د تلویزیوني خپرونو د ساحي پراخول یې ممکنول، چې په پایله کې یې تلویزیون ملي بڼه غوره کړه.
افغانستان، سره له دې چې یو بېوزله هېواد و، دا ظرفیت یې درلود چې ثابته او ګرځنده سټوډیوګانې ولري او د تلویزیون له ودانۍ څخه بهر هم خپرونې چمتو کړي، د افغانستان تلویزیون د پرمختللي ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو د ملي او ټولنیزو مراسمو په ژوندۍ بڼه خپرولو توان هم درلود، چې یو مهم پرمختګ بلل کېده.
ښه مې په یاد دي ۱۳۶۰ کال و، زما کورنۍ د تنکیو ځوانانو له خپرونې یو پیغام تر لاسه کړ، زه د هغه وخت د وتلي ځوان په توګه تلویزیون ته وروبلل شوم، د تلویزیون ادارې ته زما تګ زما د ماشومتوب نړۍ بدله کړه، کله چې د تلویزیون د دروازې مخته ورسیدم نظم مې احساس کړ، ساتونکي منظم یونیفورم درلود او اړونډې ادارې ته زما له راتګ څخه خبر و.
د تنکیو ځوانانو او ځوانانو د خپرونو جوړوونکې شاعره، لیکواله او فرهنګپاله مېرمن خدای بخښلې حمیرا نگهت وه، کله چې زه هغې د خبرو اترو لپاره له دروازې څخه خپل دفتر ته بوتلم، هلته مې ویاندویان، هنرمندان او د رادیو او تلویزیون تولیدوونکي ولیدل، چې له ډېر نظم سره په خپلو کارونو بوخت وو، دې انځورونه زما پر ذهن ژور اغېز وکړ او زه تل پرې ویاړم.
وروسته بیا ما له مرحومې نگهت سره تل هغه لیدنه یادوله او په اړه به مو خبرې او ټوکې کولې، روح یې ښاد.
یو له جالبو تفریحي خپرونو څخه د بهرنیو سریالونو خپرول وو، چې خلکو به په ډېره مینه تعقیبول او له دې لارې به د اروپايي هېوادونو له ژوند سره آشنا کېدل، د جمعې په شپه به هنري فېلمونه چې ډیری یې هندي وو خپرېدل، دا فلمونه به په ملي ژبو دوبله شوي وو، چې د بالیووډ موسيقي او د هنرمندانو ښکلاوې به یې خلکو ته وړاندې کولې.
په حقیقت کې، تلویزیون د افغانستان د خلکو په ژوند کې مهمه ونډه درلوده، تلویزیون د فرهنګي او ټولنیز پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیستې، دې بنسټ د نړۍ هنر او خبرونه د خلکو کورونو ته راوستل او د افغانستان نړیوال کېدو ته یې لار هواره کړه، د افغانستان تلویزیون د کورنیو لپاره تفریح، روزنه او زدهکړه راوسته، هغه نارینه او ښځینه چې په تلویزیون کې یې کار کاوه د ټولنې غوره کسان وو، خلکو به خوښول او درناوی به یې کاوه، د خپرونو چلوونکي، هنرمندان، مسؤولین او نور ټیمونه د ټولنې له منځه غوره شوي وو، ترڅو خلکو ته تر ټولو ښې خپرونې وړاندې کړي.
له دې ټولو لاسته راوړنو او اغېزو سربېره تلویزیون د سیاسي ایدیولوژیو له عینکو او د سانسور له بیاتي خوندي نه و، واکمنو رژیمونه هڅه کوله چې پر ټولو خپرونو کنټرول ولري، له همدې امله استخباراتي ادارو د تلویزیون په چارو کې اوږد لاس او پراخ څار درلود، لومړی خبر باید د رهبرانو او سیاسي واکمنۍ په اړه وای، تبصرو او شننو باید د سیاسي واکمنۍ ګټې ښکاره کړې وای او د خبر، شننې او تبصرو سرچينې باید د واکمنۍ ګټې وای، له همدې امله تلویزیون د دروغو، مبالغو او د رهبر جوړونې یوه ژبه هم وه.
تلویزیون خپل ۱۵ لومړني کاله د دموکراتیک خلق ګوند او وروسته د وطن ګوند تر ادارې لاندې تېر کړه او وروسته بیا مجاهدینو او د اسلامپالو ډلو، چې د تلویزیون له ماهیت او په کې د ښځو له ونډې سره مخالف وو، واک ترلاسه کړ، خلک د تلویزیون له سیاسي څیرو، ګوندي بیرغونو او تحمیلي سیاسي ترانو ستړي شوي وو او په تمه به وو چې یوه فرهنګي یا تفریحي خپرونې یې جبران کړي.
د سانسور، څارنې او د حاکمو ګوندونو مداخلې کچه دومره لوړه وه، چې موږ د احمدظاهر په څېر له ستر هنرمند څخه په تلویزیوني آرشیف کې لږ اثرونه لرو، دا کار لامل شو، چې زموږ ډېر ښه هنرمندان مجبور شول خپل هېواد پریږدي، څومره چې د جګړی لمن پراخېده، همغومره تلویزیون هم جنکځپلی کېده، پوځیانو، ګوندي مشرانو او چارواکو به اوږدې او تکراري ویناوې کولې، چې د اورېدونکو حوصله به یې ختموله، هنر، ادب او ژورنالیزم خپل ځای سیاست ته پرې ایښي وو، د تلویزیون هرڅه سیاست ځپلي شوي وو، جګړې هره ورځ د تلویزیون ښکلاوې له منځه وړلې او ځای یې سیاست نیوه، سړه جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه او تلویزیون چې د تفریح او سکون جغرافیه وه په یوه جنګي او سیاسي ډګر بدل شو.
کله چې مجاهدینو دولت ونیوه، پر تلویزیون بله بلا نازله شوه، هغه د اسلامي افراطیت بلا وه، اوس د سانسور بیاتي له دوو خواوو کار کاوه؛ له یوې خوا سیاست له له بلې خوا مذهب، تر ټولو لومړی کار چې دې بلا ترسره کړ مدیریتي بلا وه، د تلویزیون جوړښتونه ګډوډ شول، تخصص له منځه ولاړ او افراطیت او سانسور یې ځای ونیوه، بیا یې د ښځو ونډه محدوده کړه، مجاهدینو که څه هم لکه طالبان ښځې له صحنې لرې نکړې، خو پر هغوی یې زیات محدودیتونه ولګول، درېیم برید پر هنر و؛ موسیقي پر فرهنګ د مجاهدینو برید لومړۍ قرباني وه، موسیقي یوازې د نارینهوو لپاره ځانګړې شوه او ښځې له ژوندیو خپرونو لرې کړل شوې.
پر دې مهمې رسنۍ ملایان واکمن شول او په هېواد کې یې د دې مهمی رسنۍ ونډه له تحقیر سره مخ کړه، کورنۍ جګړې تودې شوې او تلویزیون له یوه فرهنګي بنسټ څخه د یوی مذهبي، ایدیولوژیکې او جنګي وسیلې بڼه غوره کړه، تر دې چې کله طالبان واک ته راستانه شول، د ټولنیزې رسنۍ په توګه د تلویزیون موجودیت له منځه لاړ. د طالبانو له لومړۍ دورې وروسته بیا د تلویزیون د احیا لپاره هڅې پیل شوې، خو دا رسنۍ بیا هېڅکله خپل اصلي حالت ته راونه ګرځېده او ځای یې د تل لپاره خالي دی.
زما په باور، تلویزیون د افغانستان په سیاسي فرهنګ کې مهمه ونډه درلوده، د تلویزیون راتګ په افغانستان کې د فکري انقلاب سبب شو، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزې څېرو د تلویزیون له لارې وده وکړه، هنر، ادب او سیاست له تلویزیون څخه خپرېدل، له همدې امله د وروستیو څلورو لسیزو سیاستوال، هنرمندان او لیکوالان د تلویزیون پوروړي دي، باید. ووایم که جګړه نه وای، موږ به د سیمې له تر ټولو غوره تلویزیونونو څخه یو درلود.
موږ په یوه لنډه موده کې توانېدلي یو، چې په افغانستان کې غوره فرهنګي خپرونې ثبت کړو چې دا کار له تلویزیون څخه پرته ناشونی و، په کار ده سیاست، هنر او ادب کې د دې ارزښتمنې رسنۍ ونډه ومنو او دې تاریخي حقیقت ته باید ارزښت ورکړل شي.
په تېرو شلو کلونو کې، یعنې د طالبانو د واکمنۍ د دوو دورو ترمنځ، ګڼ تلویزیونونه فعال شول، خو واقعیت دا دی چې د ټولو ریښې او اساس بېرته هماغو لومړنیو هڅو ته رسېږي، چې د دې وطن خواخوږو بچیانو پیل کړې وې.

