۱۴۰۱ د وږي ۲۳
لیکوال او رسنیز منتقد جاوید فرهاد
کابل - تېره شپه د "افغانستان انټرنشنل" یوه درانه خبریال چې بې له شکه دا رسنۍ د خبر رسونې په ډګر کې له اغېزمنو او مطرحو رسنیو څخه ده، ښایي له ترکېې یا بل ځایه یو راپور خپور کړ، چې په شالیډ کې یې په ژوندۍ بنه د راپور منځپانګې په اړه چې مبهمه او پوښتنهپارونکې وه، خبریال دا ډول کلیشهيي جمله تکرار کړه:
"دا هغه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ووایي."
خو زما خبره څه ده؟
- خدای دې وبخښي هغه څوک چې دا جملهیې لومړی ځل د راپورونو او خبر په شالیډ کې د یوه نوښت په توګه وکاروله او نوې دروازه یې پرانیستله، خو باید ووایو چې دا جمله په تېرو له لسو کالو زیات وخت کې دومره په خبري ژبه کې تکراري شوه، چې اورېدونکي یې له بېځایه او له ځایه پرته کارونې زړه تورن شول.
- دوهم، دا چې د دې جملې د کارونې ساحه پراخه ده د دې لامل شوه چې ځینې خبریالان او رسنۍ دا جمله پر ځای او بېځایه مخاطبينو ته وړاندې کړي او هر خبریال د یو راپور له ژورې پایلې څخه د تېښتې لپاره ورو ورو له دې بېپامۍ او کلیشهکارۍ سره عادت شو.
- درېیم، دا جمله د کارونې له پلوه هم، دا چې خبریال یا راپور جوړوونکی باید د خبر محور نه وي او یاد ټکی د خبریالۍ یو بنسټیز اصل هم دی، یوه مستقیمه لاسوهنه ده په هغه پایله کې چې راپور پرې جوړ شوی دی.
- څلورم، له کومه ځایه معلومه ده چې وخت به واقعاً دې مبهمو او ناڅرګندو پوښتنو ته ځواب ووایي؟ ځکه، که څه هم ځینې پوښتنې شته چې وخت ځواب ورکړی خو داسې پوښتنې هم شته چې تر اوسه پورې وخت ورته هېڅ ځواب نه لري.
د دې افراطي کلیشهکارۍ څخه د مخنیوي لپاره زما وړاندیز:
د دې تکراري او زړې جملې پر ځای "دا یوه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ووایي"، ښه دا ده چې که موضوع مبهمه وي، ولیکو:
"دا یوه پوښتنه ده چې تر اوسه یې روښانه ځواب نه درلود" یا ولیکو:
"لا تر اوسه دې پوښتنې
ته ځواب نه دی ورکړل شوی"،
یا: "دا یوه موضوع ده چې لا هم ټاکلی ځواب نه لري" او داسې نور.
د هرې ښکلې خبري جملې لیکل، په پیل کې ابتکار دی، خو په بېځایه ځایونو کې د هغې تقلید او زیات تکرار مخاطب زړه تورنوي، چې باید له کارولو یې ډډه وشي او په کار ده په – لږ څه ځیرتیا – سره د خبري جملو په لیکلو کې نوي نوښتونه وکړو.
"تلقین و درس اهل نظر یک اشارتست
گفتم کنایتی و مکرر نمیکنم" (رندِ شیراز)

