د افغان ماشوم میاشتنۍ د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له‌خوا خپره شوه

د افغان ماشوم میاشتنۍ د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له‌خوا خپره شوه

شنبه، ۱۳۹۲ د زمري ۵

« د ازموینې له صحنې په بيړه او هیجان سره د ښوونځي په جامو کې له خپل پلار سره جمهوري ریاست ته لاړو، څو ځایه تلاشي شوو بیا یوې سترې خونې ته ورسېدو، ډېر عجیب احساس مې درلود، باور مې هم نه کولو چې یوه ورځ به جمهوري ریاست راشم، له دې وړاندې مې کله هم د جمهور رئیس سره د لیدو فکر نه و کړی، څو دقیقې وروسته پخپله جمهور رئیس راغی، کله چې مو سلام او هرکلی وکړ، نو پوهه شوم چې نه ویده نه یم.»

د یوې خجالتي ۱۲ کلنې افغانې نجلۍ د یو کال هڅې او لیوالتیا پایله نور څه کېدلای شي چې د هغې د میاشتنۍ لومړۍ ګڼه تر جمهور رئیس ورسېده او هغه جمهوري ریاست ته د ليدنې لپاره بلنه ورکړې ده.

حسینه معاصر تر دې اوونۍ پورې یوازې خپلو دوستانو، ټولګیوالو او خپلوانو پېژندله، خو اوس د دې زده کوونکې ژوند بدلون موندلی، اوس شرایط داسې دي چې حتی د هېواد لومړی کس یې هم پېژني.

یادې ماشومې د « افغان ماشوم» په نامه د ماشومانو لپاره ځانګړې مياشتنۍ مجله چاپ کړې او د افغانستان دولتي چارواکي یې حیران کړي دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغان ماشوم مجلې له امتیاز څښتن او مسؤول مدیرې حسینا معاصر سره د لیدنې پر مهال، د دې مجلې خپرولو لپاره له هغې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د راتلونکو ګڼو له خپرولو به ملاتړ کوي.

«د خپلو هم‌ژبو او هم عصرو لپاره»

په افغانستان کې د حسینې په عمر ماشومان چې ډېری یې نجونې دي له زده‌کړې بې برخې دي، حتی په امنو ولایتونو کې نجونې مسمومېږي او لا هم په ځینو سیمو کې پر هغو نجونو چې مکتب ته ځي تېزاب شیندل کېږي.

سربېره پر دې، د افغاني ټولنې دودیز فکر په ځینو کورنیو کې هغه نجونې، چې لوړې هیلې لري او د بېلګې په توګه غواړي ډاکترې، انجنیرانې یا د ځان لپاره یو څه جوړې شي د پوهنتون پر ځای د خاوند په کور کینوي.

حسینه، سره له دې چې خپله لا هم ماشومه ده خو د افغان ماشومانو ستونزې او دردونه ډېر ښه درک کوي. هغه وایي، ماشومان په افغانستان کې له زور زیاتي او درنو کارونو سره مخ دي، پر هغوی جنسي تېری کېږي او ځينې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره ظلم کوي.

هغې په داسې هېواد کې سترګې خلاصې کړي چې ډېر خلک یې د خپلو لوڼو له ښوونځي ته تګ سره مخالف دي، ځینې یې دا هم وايي چې حتی د پردي سړي سترګې باید د هغوی پر لوڼو ونه لګېږي.

د دې منفي لید پر وړاندې مبارزه، د ماشومانو د حقونو دفاع او نورو ماشومانو ته د جرأت ورکول د افغان ماشوم مجلې چاپولو کې د حسینا له مهمو موخو څخه دي.

حسینا وایي: «په کابل کې د ماشومانو لپاره ډېر بهرني کتابونه د لاسرسي وړ دي، خو ما وغوښتل یوه داسې مجله چاپ شي چې د افغانستان وي او هر څوک یې چې لولي، پوه شي چې دا یوه افغان ماشوم چاپ کړې ده.»

ډېری خلکو د یوې ۱۲ کلنې افغانې نجلۍ په مشرۍ د ماشومانو لپاره د یوې ځانګړې مجلې د خپرېدو خبر له اورېدو وروسته ویلي وو « دې نجلۍ خو کمال کړی»

حسینا هڅه کړې چې د « افغان ماشوم» په مجله کې د افغان ماشومانو د ژوند له ستونزو او نا ویلو څخه په یوه بله ژبه یادونه وکړي، څو اصلي مخاطبين یې چې ماشومان دي پرې ښه وپوهېږي.

هغې د خپلې مجلې لومړۍ ګڼه ۵۰۰ ټوکه چاپ کړه او هیله لري چې راتلونکې ګڼې به یې په لوړو شمېرو چاپ شي، څو د هېواد ټولو ماشومانو ته ورسېږي.

«بې‌سارې مجله»

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ځانګړو مجلو او د ماشومانو ادبیاتو تاریخ نږدې یو قرن ته رسېږي، سراج‌الاطفال د ماشومانو لپاره لومړۍ ځانګړې مجله وه چې په ۱۲۹۷ کال کې خپره شوه.

خو اوس مهال که د افغانستان پر لویو کتابتونونو یا خپرندویو ادارو وګرځې، نو د ماشومانو لپاره مجلې د ګوتو په شمېر دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ونډې ارزښت ته بې پامي، فرهنګي بې‌وزلي او د ماشومانو لپاره د ځانګړي اثارو جوړولو ته د لیکوالانو نه لېوالتیا د ماشومانو د ادبیاتو د نه پرمختګ تر ټولو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

د کابل د عامه کتابتون مسؤول حمید شهراني، چې د افغان ماشوم میاشتنۍ مجله یې لوستلې ده، وایي: « په دې مجله کې په بشپړه توګه د ماشومانو ادبیات کارول شوي او منځپانګه یې د ماشومانو په ژبه ده.»

ښاغلي شهراني چې دا مجله یې نقدوله وویل: « په دې مجله کې ګډون والو څخه مننه کوم، مسلکي او تخصصي کار یې کړی او زه فکر کوم چې تر اوسه ډېرو کمو خلکو ورته موضوعاتو ته پام کړی دی او دا مجله په خپل ډول کې بې سارې ده.»

کیسې، ټوکې، چیستانونه، تفریحي مطالب، شعرونه، د ماشومانو پیغامونه، کارتونونه او پندونه د مجلې په لومړۍ ګڼه کې تر سترګو کېدلې.

ماشومان لیواله؛ خو کتابونه تکرار

د کابل عامه کتابتون په افغانستان کې د کتاب او خپرونو تر ټولو لویې او پخوانیو سرچینو څخه دی، د یاد کتابون له جوړېدو چې نږدې سل زره ټوکه کتابونه لري، شاؤخوا نيمه پېړۍ کېږي او د بېلابېلو عمرونو لپاره د ماشومانو په ګډون، ځانګړې برخی په پام کې نیول شوي دي.

خو د بېلابېلو لاملونو لکه د امکاناتو نشتون او د ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونو او مجلو کموالی د دې لامل شوي چې په دې کتابتون کې د ماشومانو اړوند برخې هم لیدونکي ونه لري او خپل شته لیدونکي له لاسه ورکړي.

د ماشومانو لپاره ډېری کتابونه او مجلې له ایران او پاکستان څخه واردېږي، چې ډېری افغان ماشومان یې سم نه‌شي درک کولای.

د ماشومانو او ځوانانو د مطالعې څانګه ښکلي دکور لري او د کتابونو او مجلو سربېره د ماشومانو د لوبو توکي هم هلته پیدا کېږي، خو کله چې زه هلته ورغلم بیخي خالي وو او یوازې د کتابتون مسؤوله په یوه ګوښه کې یوازې ناسته وه.

اغلې بریه نوري، چې له شاؤخوا پنځلسو کلونو راهیسې د کابل د عامه کتابتون د ماشومانو او ځوانانو د څانګې مسؤله ده وایي، چې د ماشومانو د کتابونو مینه‌وال ورځ تر بلې په کمېدو دي.

هغې په داسې حال کې چې په خاطراتو کې ډوبه شوې وه وویل: «یو وخت و چې ماشومان په دې خونه کې نه ځایېدل، د کتاب لوستلو لپاره به دهلیز ته او بالکن ته وتل، خو اوس په ورځ کې له پنځلسو یا شلو ماشومان څخه ډېر نه راځي.»

نوموړې زیاتوي چې خراب امنیت او د نویو کتابونو او مجلو کمښت د ماشومانو لیوالتیا کمه کړې ده: «په دوه یا درې میاشتو کې یوازې یو یا دوه نوي کتابونه راځي، دا کتابونه تکراري شوي، کله چې ماشومان راځي لومړی دا پوښتنه کوي چې نوی کتاب نه دی راغلی؟ هر څه چې وکړم نه قانع کېږي او وايي چې له زړو کتابونو ستړي شوي.»

که څه هم د کتاب لوستلو فرهنګ اوس یو څه را ژوندی شوی او د طالبانو حکومت د ړنګېدو د لومړیو کلونو په نسبت د کتابونو بازار د پام وړ پراخ شوی، خو بیا هم د ماشومانو لپاره د کتابونو او مجلو تولید او خپرونه په افغانستان کې ډېره کمه ده.

کاوون خموش/ بي بي سي