د افغانستان په رسنیو کې طنز

د افغانستان په رسنیو کې طنز

د افغانستان د چاپي رسنيو هم بې له شرح طنز خپروي (کاریکاتور: د افغانستان ورځپاڼه)

لیکوال: عارف یعقوبي، بي بي سي

۱۳۹۲ د وږي ۹

طنز د افغانستان د ادبیاتو، فرهنګ او شعر په حوزه کې د یوې پېژندل شوي سبک په توګه نوې پديده نه ده، خو په وروستیو کې په متعارفه او عادي ژبه سیاسي طنز جوړونه او د مهمو موضوعاتو نقد او شننه د افغانستان په خبري حوزه کې، ډېر شوي دي.

په امريکا کې مېشت افغان ليکوال سخیداد هاتف یو له هغو ليکوالانو څخه دی چې په افغانستان کې د سیاسي بهیرونو اړوند جدي موضوعات د طنز په ژبه لیکي.

په افغانستان کې ځینې خبریالان وايي، د سخیداد هاتف طنزي او ټوکيز سبک په رسنیو کې نوي بوخت شوي ليکوالان او بلاګ لیکونکي تر اغېز لاندي راوستي دي.

اوس د افغانان لیکوالانو په ورځپاڼو او وبلاګونو کې ډېر طنزي مطالب پیدا کېږي چې د افغانستان سیاسي نیمګړتیاوې په نښه کوي.

سخیداد هاتف وايي، په افغانستان کې د مخاطب ذهن په وکو او له طنز څخه خالي خبرو تل ځپل شوی او دې ډول یوستوي جدیت مخاطبين دوی ستړي کړي دي.

نوموړی پر دې باور دی چې په دې شرايطو کې چې په افغانستان کې ډېری مقالې، شننې او روایتونو په هماغه معمول ډول او عادي او وچ سبک وړاندې شوي، طنز، کولای شي د مخاطبینو په ذهن کې جاذبه او اغيز رامنځته کړي.

د نوموړي په باور د جاذبه د دوه سره تړلیو عناصرو په وړاندې کولو سره رامنځته کېداي شي: لومړی د هغه معمولو او متعارفو روایتونو چې مخاطبینو ته یې خپله جاذبه له لاسه ورکړې په نوي بڼه او تفسير وړاندې کول، که تاسو یوه مسئله د یوې بلې زاويې څخه وګوړئ او مخاطب نو دا فکر وکړي چې ستاسو د شننې له لوستلو وروسته د موضوع عمق او ځانګړي درک ته رسېدلی کار مو بریا ته نزدې کېږي.

ښاغلي هاتف زياتوي چې بل عنصر هماغه د روایت ژبه او بیان دی. د بېلګې په توګه په یو ظاهرا وم روایت کې د طنزي خوند ور زیاتول په واقعیت کې ستاسو مخاطب دې ته اړ کړي چې ستاسو شننه یا روایت تر پایه ولولي او دا کار به په داسې حال کې ترسره کېږي چې هغه به په شونډو موسکا هم له ځانه سره ولري، له دې پرته ستاسو لیکنه به د یوې مسئلې په تړاو د مخاطب له ځانه سره سالو هڅه ناکامه وي.

طنز په افغانستان کې جدي نیول کېږي؟

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د مخاطبینو متعارف او عام ذهنیت دادی چې طنز یوازې د ټوکې او خندا لپاره یوه وسیله ده او داسې فکر کوي چې لیکوال طنز یوازې د خندولو لپاره لیکلی دی.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې: ایا طنز د افغانستان په سیاسي ادبیاتو او خبریالي حوزه کې د سیاستوالو او سیاسي لیکنو د لوستونکو لپاره یو جدي او اغېزمن سبک ګڼل کېږي او که نه تر اوسه هم طنز حتی که سیاسي منځپانګه ولري د یوې عادي ټوکې په توګه ګڼل کېږي.

سخیداد هاتف وايي، په افغانستان کې لا هم ډېری خلک چې کله له سیاسي او ټولنیزو مسایلو سره مخ کېږي، تمه لري چې خبرې باید مستقیمې او جدي وي، له همدې امله، کله کله ډېری جدي خبرې چې په طنزي بڼه وړاندې شي جدي نه نیول کېږي.

همدا وجه ده چې د طنز اصلي پیغام ډېر کله پټ پاتې شي او لوستونکي یواځې د طنزي سطحې تر کچې پورې محدود پاتې شي.

سره له دې، ښاغلی هاتف وايي، زما په اند، همدا چې لوستونکی ستاسې طنز ته وخاندي، همدا چې تاسو کولای شئ یو موسکا د لوستونکي پر شونډو راولئ، دا خپله یو نعمت دی. زه ډېری وخت هڅه کوم چې په خپلو طنزونو کې څو ګوني برخې ځای پر ځای کړم، باید ووایم چې هماغه ښکاره یا پټه مسکا د هر طنز اصلي موخه ده زه فکر کوم که دا خبرې په خشکه او تحلیلي ډول ووایم اغېز به یې کم وي.

دغه څو ګونی توب یا څو اړخیز توب، د سخیداد هاتف  د "د افغان بشري حقونو لس ماده‌ییزه اعلامیه" تر سرليک لاندې وروستي طنز کې ښکاره‌ ده:

۱. ټول افغانان سره وروڼه دي او د نفوس د سلنې پر بنسټ انسانان بلل کېږي.

۲. هر افغان حق لري د پوستکي د رنګ، قوم، عمر، مذهب، ژبې یا سیاسي تمایلاتو په پام کې نه نیولو سره د عمر تر پایه له ټولو بشري حقونو څخه محروم پاتې شي او داسې یې زړه خوشاله وي چې مکوه پوښتنه.

۳. هر افغان حق لري چې د اړتیا په صورت کې خپل زړه پاک کړي، توکل وکړي، ښکنځل وکړي، توجیهات وړاندې کړي، وټوخېږي، قسم وخوري، انکار وکړي، موسکا وکړي، غږ ټیټ کړي، دوه مخيتوب وکړي، اسماني تقدیر ته غاړه کېږدي او بالاخره خپله رشوت له اړوند ځای څخه ترلاسه کړي.

«په افغانستان کې له سیاسي طنز څخه وېره»

خبریالان وایي، سره له دې چې د سیاسي طنز عمر په افغانستان کې ډېر اوږد نه دی، خو دې ډول خبري سبک ځینې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د یک تلویزیون یو کارکوونکی وایي چې یو شمېر سیاستوالو پر دې تلویزیون فشار راوست چې د "پیچکاری" په نوم د سیاسي طنز خپرونه بنده کړي.

هغه وايي، دی خپرونه کې د سیاستوالو کړنې او سیاسي موضوعات په طنزي ژبه تحلیل او نقد کېدلې او ډېر مینوال یې درلودل.

دا خبریال وایي چې یاده خپرونه د مخاطبینو له لوري ډېره جدي ونیول شوه او سياستوالو به فشار راووست خو دا خپرونه بنده شي، فکر کوم د دې خپرونې د خپرېدو مخه ځکه ونیول شوه چې په کې د قومي مشرانو، وزیرانو او حکومتي لوړپوړو چارواکو پر کړنو نیوکې کېدلې.

د کابل چاپ اطلاعات‌روز ورځپاڼه هم د سیاسي طنز لپاره چې یوه ځانګړې ستنه لري. په دې ستنه کې د "ناراضه خبریال" تر عنوان لاندې د سیاسي مسایلو طنزي شننې او څېړنې وړاندې کېږي.

د اطلاعات‌روز ورځ پاڼې مسؤول مدیر ذکي دریابي وايي، چې د ناراضه خبریال ستنه د ورځپاڼې تر ټولو ډېر لوستل کېدونکې برخه ده، د هغه په وینا په دې ستنه کې د لیکل شویو مواردو ژبه‌ له یوې خوا جالبه ده او له بلې خوا ستړی کوونکې نه ده، له همدې امله ورځ تر بلې د دې برخې لوستونکي زیاتېږي.

طنز په افغانستان کې تلویزیوني رسنیو له لارې د تفریحي خپرونو په بڼه خپرېږي

د ښاغلي ذکي دریابي په اند، د «خبرنګار ناراضي» ستني ځینې مطالبو وخت ناوخت د هغو ادارو یا اشخاصو غبرګونونه راپارولي چې د طنز سوژه یې جوړه کړې وه.

لکه څنګه چې ښاغلی دریابی وایي، د دوی ورځپاڼې تازه د قدس د ورځې د لاریون په تړاو یوه نیوکه په همدې برخه کې خپره کړې وه، چې له امله یې ګڼ شمېر لوستونکو د ورځپاڼې له دفتر سره اړیکې ونیولې؛ ځینو دا نیوکه ناسمه خو یو شمېر نورو یې بیا سمه وبلله.

په دې معنا چې «ناراضه خبریال» برخه د سیاسي طنز په توګه د یادې ورځ پاڼې لوستونکي زیاتوي.

طنز؛ د عصري ژورنالیزم ژبه؟

طنز په عصري ژورنالیزم او د نړۍ په با اعتباره رسنیو کې یوه ډېره اغېزمنه او محبوبه طریقه ده، چې د سیاسي نظریاتو او نیوکو د بیان لپاره کارېږي.

د لوېدیځو هېوادونو د انتخاباتي کمپاینونو کې طنز په سیاسي مسائلو کې د طنز د اهمیت څرګند مثال دی.

د بېلګې په توګه، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، باراک اوباما او د جمهوري‌پال ګوند نوماند میټ رامني به هڅه کوله چې د یو بل کمزوري ټکي په طنزي ژبه خلکو ته وړاندې کړي، څو هم خلک وخندوي او هم د خپل سیال حیثیت ته زیان ورسوي، پرته له دې چې خپل ځان غوسه ناک یا جدي وښيي.

د امریکا خبریالان وایي، طنزي ژبه رایه‌ورکوونکي له سیاستوالو سره نژدې کوي، ځکه چې ډېر خلک د همدغسې طنزونو له لارې د یو سیاستوال محبوبیت سنجوي؛ ګوري چې آیا دا سیاستوال د عامو خلکو د ژبې او ژوند سره اړیکې جوړولای شي که نه.

د همدې لپاره، ډېر زبردست لیکوالان د طنزي مراسمو لپاره لیکنې کوي.

په امریکا کې، چې رسنیزه سابقه یې اوږده ده او رسنیز تولیدات یې تر ډېره د دقیقې مخاطب پېژندنې پر بنسټ ولاړ وي، سیاسي طنز په تلویزیون، راډیو او ورځپاڼو کې ډېر مینوال لري.

اکثره تلویزیوني شبکې ځانګړي سیاسي طنزي خپرونې لري، چې د نیوکه کوونکو لیکنو او نندارو له لارې خلک خندوي او د سیاسي نیمګړتیاوو عاملین شرموي.

جان سټوارټ، په امریکا کې یو له پېژندل شوو سیاسي طنزپوهانو څخه دی، د هغه سیاسي طنزونه اوس د خلکو لپاره یو څرګند واقعیت دی، تر دې چې سیاستوال هڅه کوي ځان ترې لیرې وساتي، څو د هغه له نیشداره نیوکو خوندي پاتې شي.

هغه د “Daily Show” په خپرونه کې، د طنز له لارې اساسي ستونزې او سیاسي نیمګړتیاوې په نښه کوي او په امریکا کې د طنزي خبریالۍ یو لویه بېلګه ګڼل کېږي.

افغانستان، سره له دې چې له بې‌وزلۍ او امنیتي ستونزو سره مخ دی، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له راپرځېدو وروسته د آزادو رسنیو تجربه وکړه او نوښتونه یې ډېر ژر د لوېدیځ له رسنیو څخه زده کړل او په افغانستان کې د ډېرو مینوالو لرونکي خپرونې د لوېدیځو رسنیو څخه اخیستل شوي دي.

آیا سیاسي طنزونه کولای شي لکه څنګه یې چې د لوېدیځو خلکو پر شونډو موسکا راوستې، د خفه او له سیاست ستړي افغانانو پر شونډو هم موسکا راولي؟