۱۸ زمری ۱۳۹۵
بامیان: د نسيم په نوم محلي راډیو خبریال نجیب الله الفت وایي د بامیان ولایت والي ویاند لخوا ورته سپکاوی او توهین شوی دی.
الفت وایي دا پېښه نن ورځ د یوې زیربنایي پروژې پرانیستې پرمهال شوې ده.
د نسیم راډیو خبریال زیاتوي له یوشمیرژونالیستانو سره د خبري پوښښ لپاره تللی و او ورسته له هغې کله یې چې له محلي مسوول څخه په دغه ځای کې د سرک څرنګوالي او د ځینوبرخو تخریب په اړه پوښتنه وکړه د والي ویاند له لورې ورته سپکاوی وشو.
نجیب الله الفت وایي: «د والي ویاند عبدالرحمن احمدي راته وویل چې د چارواکو له غوښتنې سره سمې پوښتنې باید وکړي کنه غیر له هغې د پوښتنې کولو حق نه لري.»
الفت یادونه وکړه چې احمدي له هغه غوښتنه کړې ده، چې جنجال رامنځته کوونکې پوښتنې باید ونه کړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د بامیان ولایت د والي ویاند دا کړنه د اساسي قانون، ډله ییزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون سره په ټکر کې بولي او په سختو ټکو یې غندنه کوي.
دا مرکز له ولایتي ادارې څخه غوښتنه کوي چې په جدي ډول د قضیې پلټنه وکړي او د دا ډول غیر قانوني کړنو د تکرار مخه دې ونیسي.

