۱۴۰۴ د غویي ۲
بامیان – بامیان ولایت کې د واکمنې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، په دغه ولایت کې د ساه لرونکي د انځورونو اخیستل او خپرول منع اعلان کړل. له دې حکم سره، بامیان پنځلسم ولایت شو چې په رسمي توګه دا بندیز اعلان او پلو کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د خبر رسونې، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي بهیر سخت اغېزمن کړي.
د بامیان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، د دې ولایت ځایي ادارو ته په یوه رسمي مکتوب کې ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۲۹مه نېټه د حاکم نظام د والي مولوي عبدالله سرحدي، په مشرۍ د ځایي ادارو د استازو په شتون ناسته کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اولسمې مادې د درېیم بند له مخې، په بامیان کې د ساه لرونکي( ژونديو موجوداتو) د انځورونو له اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې مکتوب يوې کاپي ته، چې د دې ولایت والي عبدالله سرحدي هم پرې لاسلیک کړی دی، لاسرسی موندلی. په دې لیک کې ځایي ادارو ته امر شوی چې له دې وروسته له خپلو پروګرامونو او ناستو څخه انځورونه وانه خلي او هېچا ته هم د دې کار اجازه ورنه کړي. په دې لیک کې روښانه شوې چې له دې حکم څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
د بامیان دوو ځایي سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا لیک په وروستیو ورځو کې بېلابېلو ادارو ته استول شوی او اوس پلي کېږي. د دې حکم له مخې، ځایي ادارې کولای شي خپل راپورونه په لیکلي یا غږیز ډول وړاندې کړي، خو باید د ژوندي موجوداتو انځورونه پکې نه وي.
اوس مهال، په بامیان ولایت کې د واکمنې ادارې تر ادارې لاندې رسنيو، ملي راډیو تلویزیون او باختر دولتي خبري آژانس ترڅنګ بامیان او نسیم خصوصي راډیوګانې په دې ولایت کې فعاليت لري. چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز وروسته به په تصویري بڼه له خبر رسونې بې برخې شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې امر بالمعروف قانون له خپرېدو وروسته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز په رسمي ډول په ۱۵ ولایتونو کې اعلان او پلي شوی دی. له دې وړاندې، دا بندیز په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان او کندوز کې هم اعلان او پلي شوی و. که څه هم د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د ساه لرونکي انځورونو او وېډیو مرکو پر اخیستلو بندیز یو څه نرم شوی، خو لیدل کېږي چې د واکمنې ادارې مشر، ملا هبت الله، چې په کندهار کې مېشت دی، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي، هغه د تېر کال په دویمه نیمایي کې په یوه رسمي فرمان کې له ولایتي ادارو غوښتي و، چې د قانون د ښه تطبیق لپاره د ځایي ادارو په همکارۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق کمیټې جوړې کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د بامیان ولایت ته د دې بندیز د غځېدو له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان له آزادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي له حق او د افغانستان د ټولنیزو رسنیو قانون سره چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د پلي کېدو وړ بللی، په ټکر کې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې د حاکم نظام له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، د خبر رسونې بهیر سخت اغېزمن کړی او سربېره پر دې، د ډېرو رسنیو د بندېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د پراخې بېکارۍ سبب ګرځي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو او د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت له مسؤولینو څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د هغو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، اجازه ورکړي، څو رسنۍ د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د ازاد فعالیت حق ولري او خبریالان وتوانېږي په ډاډه توګه پرته له وېرې کار وکړي.

