۲۷ کب ۱۳۹۶
نیلي: د خبریالانو د ورځې په ویاړ د دایکندي ولایت ۲۴ فعال خبریالان د مسلکي خبرونې هڅو او زیار په ستاینلیکونو وستايل شول.
دا غونډه چې نن ورځ د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې جوړه شوې وه؛ د والي او اطلاعاتو کلتور رئیس په ګډون یوشمیر نورو چارواکو او لسګونه سیمه ییزو خبریالانو ګډون کړی و.
دایکندي کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی وایي د لومړي ځل لپاره دې ولایت کې د خبریالانو د کار او هڅو ستاینې لپاره دا ډول پروګرام جوړیږي او د خبریالانو د ورځې او خبریالانو د کار نمانځنې موخه د دوی د کارونو ستاینه ده چې دوی ته د شته پېښو او ګواښونو سره سره خپل مسوولیت ترسره کوي.
هغه د ژونالیستانو د یولړ ستونزو په یادونې او په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاس رسي محدودیت؛ له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته رسیدنه وکړي او دخبریالانو امنیت په خپلو لومړیتوبونو کې ونيسي.

ځایي خبریال سیدعوض علي کاظمي وویل چې رسنۍ په ځانګړې توګه چاپي رسنۍ د سختو مالي ستونزو سره مخ دي او له دې امله د لمنځه تلو په حال کې دي.
د دایکندي والي په دې غونډه کې وویل چې محلي اداره له خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي.
هغه وویل د دایکندي خبریالان کم امکانات او تنخواګانې لري چې له دې امله یې باید ملاتړ وشي.
هممهاله والي له خبریالانو غوښتنه وکړه چې د کار پرمهال مسلکي چلند وکړي او د خبریالۍ اصولو ته ژمن اوسي.
د نیلي ښاروال نور محمدصداقت د خبریالۍ پر مسلکي توب پر ټینګار سره له خبریالانو غوښتنه وکړه د کره او سمو مالوماتو په اساس بې پرې راپور او خبر چمتو او ترخلکو ورسوي.

