د نسیم راډیو مسؤل مدیر او دوه خبریالان بیا ونیول شوو

د انځور تشریح: د نسيم راډيو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي، د دې راډيو دوه خبريالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي، نن له غرمې وروسته په نيلي کې ونيول شوو.

 

۱۴۰۲ تلې ۱۶ مه

نیلی- په داسې حال کې چې په دايکندي کې د نسیم راډیو له لس ورځو وروسته لا هم د فعالیت اجازه نه ده ترلاسه کړې، د دې رسنۍ مسؤل مدیر او دوه خبریالان بیا د استخباراتو له لورې ونیول شو. د افغانستان دخبریالانو مرکز دا کار د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او د خپلواکو رسنیو د لا محدودولو هڅه بولي او ژر تر ژره د نیول شویو خبریالانو  د خوشې کولو او د نسیم راډیو د بیا ځلي پرانیستې غوښتنه کوي.

یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبريالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي تیره ورځ غرمه ۱۲ بجې د استخباراتو له لورې ونیول شوو. تر اوسه د دې پیښې جزیات معلوم نه دي؛ مګر په تېرو لس ورځو کې دا دویم ځل دی چې دا خبریالان نیول کېږي.

د تلې مياشتې په ۵ نېټه د دايکندي ولایت د استخباراتو ریاست کار کوونکو د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د نسیم راډیو په دفتر چاپه وهلې د کار کوونکو د موبایلونو او د غږ ثبتولو ماشینونو په ضبطولو سره یې د راډیو دروازه مهرلاک کړې ده.

په همغه ورځ داستخباراتو ځواکونو د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي هم ونیول او په نیلي کې یې استخباراتو ریاست انتقال کړل. د نسیم راډیو دا درې کار کوونکي له پنځه ساعته پوښتنو وروسته خوشې شوو؛ مګر د هغوی موبايل ټلیفونونه يې بیرته ورنه کړل.

تر اوسه په دايکندي کې د «اسلامي امارت» سيمه ييزو چارواکو د نسيم راډيو د تړلو او د هغې د کارکوونکو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه ييزې سرچينې ويلي، چې ښايي دا کار له بهره د یوې راډیو د خپرونو د نشر له امله شوی وي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د نسیم راډیو د کار کوونکو د بیا ځلي نیول کېدو په اړه په داسې حال کې، چې دغه رسنۍ لاهم د سیمه ییزې ادارې په امر تړلې ده، په سیمه ییزو رسنیو باندې د فشار زیاتوالي د هڅې په سترګه ګوري او له سیمه ییزې ادارې د دغو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي او د دې راډیو د بیا پرانستې اجازه دې ورکړي.

د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسوولين بايد د هغوی په کارونو کې محدودیت رامنځته نه کړي او یا یې وګواښي؛ بلکې ملاتړ يې وکړي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د روان کال په پیل کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره یوه طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې له مخې، هیڅ بله اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو اړوند چارې او مسایل باید د اطلاعاتو کلتور وزارت په ځانګړې توګه د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو څېړلو کمیسیون له لارې له لارې حل او تعقیب شي.