۱۴۰۴ د زمري ۱۶مه
نیلي — د دایکندي ولایت د استخباراتو له خوا د نسیم سیمهییزې راډیو د مسؤول مدیر او دوو خبریالانو له نیولو او د دې راډیو د تجهیزاتو له ضبطېدو وروسته، په بامیان کې د دې رسنۍ فعالیتونه او سیمهییزه سټوډیو بنده شوې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې د استخباراتو یاد اقدام، د ازادو رسنیو د لا ډېر محدودولو او ځپلو په برخه کې یو ښکاره اقدام بولي او غندي یې.
په دایکندي کې یوی سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه نېټه د ماسپښین شاؤخوا ۱ بجه، د واکمنې ادارې د استخباراتو کارکوونکو د نسیم راډیو خبریال سیفالله رضایي، او د صدای قریه راډیو خبریال قدرتالله موسوي چې نیلي ښار کې د یوې غونډې د پوښښ لپاره تللي وو، ونیول. دا غونډه د واکمنې ادارې د اقوامو او قبایلو ریاست له لوري د ځینو چارواکو او سیمهییزو مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
سرچینه زیاتوي، چې له یادو خبریالانو وروسته د یادې رسنۍ مسؤول مدیر سلطانعلي جوادي او یو بل خبریال مجتبی قاسمي هم راوغوښتل شول او ونیول شول او د استخباراتو کارکوونکو د نسیم راډیو د خپرونو د څانګې کمپیوټر هم ضبط کړ او استخباراتو ریاست ته یې یوړل.
په نیلي ښار کې یوې بلې ځایي سرچینې چې دا پېښه یې له نږدې څارلې وايي، چې قدرتالله موسوي وروسته له غرمې ۳ بجې خوشې شو، خو د نسیم راډیو له مسؤول مدیر او دوو خبریالانو څخه د ملګرو ملتونو د هغو وروستیو راپورونو د خپراوي په تړاو چې د داعش او د طالبانو ضد وسلهوالو فعالیتونو په اړه جوړ شوي وو، تحقیق او پوښتنې شوې او د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو پورې په بند کې وو.
د هغه په وینا، له دې پېښې او د تجهیزاتو له ضبطېدو وروسته، دایکندي کې د نسیم راډیو او په بامیان کې د دې رسنۍ سیمهییز دفتر فعالیتونه درېدلي دي.
د نسیم راډیو مسؤول مدیر سلطانعلي جوادي او سیفالله رضایي او مجتبی قاسمي د یادې راډیو دوه خبریالان له دې وړاندې هم د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې د واکمنې ادارې پر ضد د تبلیغاتو په تور نیول شوي وو، او یادې راډیو شاؤخوا پنځه میاشتې د فعالیت اجازه نه درلوده. سلطانعلي جوادي له ۱۳۴ ورځو بند وروسته خوشې شو او بیرته یې په یاده رسنۍ کې په خپل کار پیل وکړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نسیم او صدای قریه راډیو د کارکوونکو نیول او د نسیم راډیو د تجهیزاتو ضبط چې د یادې رسنۍ د فعالیت د ودرېدو لامل شوي، د ازادو رسنیو پر وړاندې د یو ښکاره اقدام په توګه غندي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په دايکندي کې د واکمنې ادارې له چارواکو غواړي، چې له ګواښ، سانسور او محدویتونو له رامخته کولو څخه لاس واخلي او سیمهییزو خبریالانو ته اجازه ورکړي، چې له وېرې، بند او سانسور پرته، د خلکو غږ پورته کولو او د پېښو پوښښ کې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه په سمه توګه کار واخلي.

