
له ښي اړخه: د نسيم راډيو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي، د دې راډيو دوه خبريالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي، نن له غرمې وروسته په نيلي کې ونيول شول او له پنځو ساعتونو وروسته خوشې شول.
۱۴۰۲ تلې ۶
نیلي- په دايکندي کې د نسيم راډيو پرون ورځ د استخباراتو له خوا وتړل شوه او مسؤل مدير او د دې راډيو دوه خبريالان ونيول شول. که څه هم د نسيم راډيو کارکوونکي له پنځو ساعتونو وروسته خوشي شول، خو راډيو لا هم بنده ده. د افغانستان خبریالانو مرکز د استخباراتو دغه کړنه د هېواد د ډله ییزو رسنیو د قانون خلاف بولي او د ازادو رسنیو د لا محدودولو هڅه بولي او د دغې راډیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
په دایکندي کې یوې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې کشفي ځواکونو د نسیم راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د کارکوونکو موبايلونه یې ترې ضبط کړي او د رسنۍ دروازه یې مهرلاک کړې ده.
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، سربېره پر دې د ملي امنيت ځواکونو د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي، او دوه خبریالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي نیولي او په نیلي کې یې د استخباراتو ادارې ته وړي دي.ويل کېږي چې د نسيم راډيو مسوول مدير او دوه خبريالان له ضمانت وروسته نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې خوشې شوي خو؛ هغوی ته ویل شوي دي چې نسیم راډیو به تر امرثاني پورې تړلې وي.

تر اوسه په دايکندي کې د «اسلامي امارت» سيمه ييزو چارواکو د نسيم راډيو د تړلو او د هغې د کارکوونکو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه ييزې سرچينې ويلي، چې ښايي دا کار له بهره د یوې راډیو د خپرونو د نشر له امله شوی وي.
د افغانستان خبريالانو مرکز د نسيم راډيو پر ودانۍ بريد د ازادو رسنيو د فعاليتونو د محدودولو او د فشار راوړلو يوه هڅه ګڼي او په کلکه يې غندي او له سيمه ييزې ادارې څخه غواړي چې ژر تر ژره دې د دې راډيو د بيا پرانستلو اجازه ورکړي او د دې رسنۍ او کا رکوونکو د خپلواک فعالیت خنډ دې نه ګرځي. د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسوولين بايد د هغوی په کارونو کې محدودیت رامنځته نه کړي او یا یې وګواښي؛ بلکې ملاتړ يې وکړي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د روان کال په پیل کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره یوه طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې له مخې، هیڅ بله اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو اړوند چارې او مسایل باید د اطلاعاتو کلتور وزارت په ځانګړې توګه د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو څېړلو کمیسیون له لارې له لارې حل او تعقیب شي.

