په ننګرهار ولایت کې د پژواک خبریال کور ته څېرمه د بمب چاونه

۱۳۹۳ د تلې ۸مه

جلال اباد: د پژواک خبري اژانس وایي، چې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یادې رسنۍ د خبریال کور په وړانډې، له لرې لارې کنټرولېدونکي بمب چاودنې د یاد خبریال د کورنۍ دوه غړي ټپیان کړي دي.

یاده چاودنه کې تېره شپه رامنځته شوې، مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د بټي کوټ ولسوال محمد غالب پژواک ته ویلي، چې تر دې دمه د یادې چاودنې څرنګوالی نه دی په ګوته شوی، خو پولیس په دې تړاو څېړنې کوي.

محبوب شاه محبوب، چې له دوو کلونو راهیسي په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس په توګه کار کوي ویلي، چې له چا سره دښمني نه لري او يواځې یې پېښو او د خلکو ستونزو ته پوښښ ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادې چاودنې د غندلو ترڅنګ له سيمه‌ییزو چارواکو غواړي، څو یاده پېښه په جدي ډول تعقیب کړي او اجازه ور نه کړي څو خپل سري کسان په ورته کړنو خبریالان تر فشار لاندې راولي.