۱۳۹۴ د لیندۍ ۲۶مه
جلال اباد: د ننګرهار ولایت سیمهییز مسؤولین وایي، چې داعش ډلې په یاد ولایت کې خپله راډیو جوړه کړې ده او له لارې یې خپل تبلیغات خپروي او د دولت پر ضد تبلیغ کوي.
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا ځيني غړي وایي، چې یاده راډیو په جلال اباد ښار او د یاد ولایت په ټولو ولسواليو کې اورېدل کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند یاسین صمیم بي بي سي ته ویلي، چې یاد وزارت د هېواد ځواکونو او بهرنیو ځواکونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو د یادې راډیو موقعیت پیدا او له منځه یوسي.
د هغه په وینا، د یادې راډیو خپرونې پر هغه فرکانس خپرېږي، چې د مخابراتو وزارت له دې وړاندې يوې سيمهییزې راډیو ته ورکړی و.
د صمیم د معلوماتو پر بنسټ، دا سیمهییزه راډیو څو کاله وړاندې د وسله والو کسانو له لوري تر برید وروسته له فعالیت پاتې شوې وه.
له دې وړاندې د طالبانو له لوري هم د خپرونو د خپرولو په تړاو راپورونه خپاره شوي وو. د مخابراتو وزارت ویاند وایي، چې هغه راډیویي دستګاه چې طالبانو به یې له لارې په کونړ، پکتیا او هلمند کې خپرونې کولې، پېژندل شوې او له منځه یوړل شوې ده.
د هېواد په ختیځ کې ننګرهار هغه ولایت دی چې داعش ډله پکې شتون لري. په افغانستان کې د ناتو ځواکونو قومندان په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي دي، چې د اسلامي دولت (داعش) ملاتړي په هڅه کې دي، څو ننګرهار ولایت په خپله سيمهییزه هډه بدل کړي.
هغه همداراز په ننګرهار ولایت کې د داعش ځواکونو ترڅنګ د بهرنيو جنګیاليو لکه د عراق او سوریې وګړو د شتون په تړاو ویلي وو.

