جلال اباد، ۱۳۹۳ د چنګاښ ۲۳مه
یو پاکستاني خبریال چې شاؤخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی وو، د یاد ولایت ابتدائیه محکمې له لوري په څلور کاله بند محکوم شوی دی.
د ننګرهار ولايت د والي وياند احمد ضياء عبدل زي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاد حکم په دې ولایت کې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرایمو ابتدائیه محکمې له لوري صادر شوی دی.
د هغه په وینا، د پاکستان د اې آر وای تلویزیون خبریال فیض الله خان شاؤخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د ننګرهار ولایت په لعل پور ولسوالۍ کې چې د پاکستان د قبايلي سيمو سره پوله لري، د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوی و.
په هاغه وخت کې سيمهییزو سرچینو ویلي وو، چې یاد خبریال د غیر قانوني راتګ او د ځینو طالب مشرانو سره په خپل سري ډول لیدنو له امله نیول شوی دی.
اې آر وای تلویزیون هم په یوه راپور کې ویلي، چې فیض الله خان افغانستان ته د غیر قانوني ورتګ په تور د ننګرهار د ابتدائیه محکمې له لوري په څلور کاله بند محکوم شوی، خو د جاسوسۍ له تور څخه خلاص شوی دی.
اې آر وای زیاته کړې، چې یاد خبریال په غلطۍ سره د پاکستان له قبايلي سيمو څخه د افغانستان خاورې ته دننه شوی و.
د یادې شبکې رئیس سلمان اقبال روښانه کړې، چې د فیض الله خان د محکومیت لپاره به له قانوني لارو اقدام وکړي او په همدې تړاو یې په جلال اباد ښار کې د پاکستان له قنسول سره هم اړیکه نیولې ده.
د ننګرهار ولایت عدلي او قضايي چارواکي د افغانستان د خبریالانو مرکز په هڅو سربېره حاضر نشول څو د یادې محکمې د جوړېدو د څرنګوالي او د یاد خبریال د محکومیت د لاملونو په تړاو وضاحت ورکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ننګرهار ولایت له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي څو روښانه کړي، چې یاده محکمه له سیاسي انګیزې پرته او د عدالت په پام کې نیولو سره جوړه شوې وه.
د خبريالۍ یاد بنسټ ژمن دی، څو خپلو هڅو ته په سیمهییزه کچه او همداراز په کابل کې له اړوندو چارواکو سره د اړيکو له لارې دوام ورکړي، څو د یادې محکمې د جوړېدو څرنګوالی او همداراز د یاد خبریال په تړاو صادر شوی حکم روښانه شي.

