د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلال‌اباد ښار کې خبریالانو ته سپکاوي او وهل ټکولو د عامل د نیولو له حکم څخه هرکلی کوي

جلال‌ اباد، ۱۳۹۱ د کب ۸مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دولت له دې پرېکړې څخه هرکلی کوي چې په جلال‌اباد ښار کې یې د هغو کسانو له ډلې څخه یې د یو تن د نیولو حکم صادر کړی، چې خبریالانو ته د سپکاوي او وهلو ټکولو په قضیه کې یې لاس درلود او د ټولو هغو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنونکی دی، چې په دې پېښه کې ښکېل دي.

د یک شنبې ورځې په سهار د کب په ۶مه، یو شمېر خبریالان د ملي امنیت پر یوه ودانۍ د ځانمرګي برید د خبري او انځوریز پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، چې د امنیتي سرتېرو له خوا یې سپکاوی وشو او ووهل شول، خو امینتي سرتېرو په دې بسنه ونه کړه او د هغوی کاري وسایل یې هم ترې واخيستل.

د اریانا، هېواد، ژوندون، طلوع، فرانس‌پرس او پژواک خبري اژانس اووه تنو خبریالانو او وېډیو اخیستونکو ویلي، چې د ملي امنیت د سرتېرو له لوري وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی.

په جلال اباد کې د ژوندون تلویزیون خبریال زیارخان یاد ویلي و، چې امنیتي ځواکونو هغه درې ځله هغه مهال وهلی دی چې غوښتل یې د پېښې پوښښ وکړي.

د هغه په وینا، هغوی لومړی زه د ټوپک په قنداغ ووهلم او کامره یې راڅخه واخیسته، خو کله چې زما همکار او نور خبریالان زما د احوال پوښتنې ته راغلل، هغوی هم د امنیتي ځواکونو له لوري ووهل شول.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدلزي، په داسې حال کې چې د ملي امنیت ځینې استازي هم حاضر وو، خبریالانو ته په دې تړاو وویل چې د ملي امنیت یو سرتیری په دې تړاو نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې له یاد کس څخه له پلټنو وروسته به ټول هغه کسان چې په دې پېښه کې لاس لري، په ګوته شي.

د هغه په وینا، د ملي امنیت له خوا یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو څېړنه وکړي او ټاکل شوې چې د تورنو کسانو دوسیه د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې وڅارل شي.

له دې وړاندې، د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو او ملي امنیت په دې تړاو له خبریالانو بخښنه غوښتې وه.

دا په تېره یوه نیمه میاشت کې دویمه پېښه ده، چې د یوه تروريستي برید د پوښښ پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا خبریالان او وېډیو اخیستونکي، وهل کېږي او سپکاوی یې کېږي.

د روان کال د مرغومې په ۲۷مه، د ازادي راډیو یو وېډیو اخیستونکی او تخنیکي همکار چې په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید د پوښښ لپاره سیمي ته تللي وو، د پولیسو له لوري وهل ډبول شوي وو او د یادې راډیو خبریال وویل چې د کابل امنیه قومندان نوموړی ګواښلی هم وو.