جلال اباد، ۱۳۹۱ د کب ۶مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د بېلابېلو رسنیو د اووه تنو خبریالانو او وېډیو اخیستونکو وهل ډبول او سپکاوی، غندي.
یاد خبریالان د یک شنبې ورځې په سهار د کب په ۶مه، د ملي امنیت پر یوه ودانۍ د ځانمرګي برید د خبري او انځوریز پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، چې د امنیتي سرتېرو له خوا یې سپکاوی وشو او ووهل شول، خو امینتي سرتېرو په دې بسنه ونه کړه او د هغوی کاري وسایل یې هم ترې واخيستل.
د اریانا، هېواد، ژوندون، طلوع، فرانسپرس او پژواک خبري اژانس اووه تنو خبریالانو او وېډیو اخیستونکو ویلي، چې د ملي امنیت د سرتېرو له لوري وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی.
په جلال اباد کې د ژوندون تلویزیون خبریال زیارخان یاد ویلي و، چې امنیتي ځواکونو هغه درې ځله هغه مهال وهلی دی چې غوښتل یې د پېښې پوښښ وکړي.
هغه وویل:« هغوی لومړی زه د ټوپک په قنداغ ووهلم او کامره یې راڅخه واخیسته، خو کله چې زما همکار او نور خبریالان زما د احوال پوښتنې ته راغلل، هغوی هم د امنیتي ځواکونو له لوري ووهل شول.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ملي امنیت ځواکونو یاد اقدام غیر قانوني او د خبریالانو او وېډیو اخيستونکو د ازاد فعالیت محدودونکی یادوي او د افغانستان له دولت څخه غواړي، څو د دې پېښې د څېړلو ترڅنګ د هغې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
دا په تېره یوه نیمه میاشت کې دویمه پېښه ده، چې د یوه تروريستي برید د پوښښ پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا خبریالان او وېډیو اخیستونکي، وهل کېږي او سپکاوی یې کېږي.
د روان کال د مرغومې په ۲۷مه، د ازادي راډیو یو وېډیو اخیستونکی او تخنیکي همکار چې په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید د پوښښ لپاره سیمي ته تللي وو، د پولیسو له لوري وهل ډبول شوي وو او د یادې راډیو خبریال وویل چې د کابل امنیه قومندان نوموړی ګواښلی هم وو.

