ورزشي خبریال خيرالله پرهر له څلور مياشتني بند وروسته خوشې شو


۱۴۰۲ غویي ۱۴
جلال اباد- په ننګرهار ولایت کې ورزشي خبریال خيرالله پرهر له شاوخوا څلور مياشتني بند وروسته خوشې شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د پرهر له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي چې د دې خبریال نیونه د هیواد ټولیزو رسنیو قانون خلاف وه او باید له هغه څخه یې ازادي نه وی اخیستل شوی.
په کابل کې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي چې پرهر د «ضمانت» په ورکولو سره خوشې شوی دې؛ خو تر اوسه یې د ازادۍ شرایط او جزئیات نه دي مشخص شوي. خيرالله پرهر تېر کال د جدي په ۱۹ کابل کې د استخباراتو له لورې ونیول شو. د ملي امنیت ځواکونو د قوس په ۲۳ جلال اباد کې د کرکټ په لوبغالي کې د پرهر ټلفون ( موبايل) پلټلی او ترې اخیستی و او موده وروسته یې له هغه غوښتي و، چې د موبايل ترلاسه کولو لپاره کابل ته ورشي.
تر اوسه د «اسلامی امارت» مسوولينو د دې خبریال د بندي کولو دلیل او د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
۲۳ کلن خيرالله پرهر، د یو ازاد خبریال په توګه ننګرهار ولایت کې له یوشمېر سیمه ییزو رسنیو د هغې له ډلې د همېشه بهار راډیو تلویزیون سره د ورزشي ریپورټر په توګه کار کوه. دغه ځوان خبریال د خپلې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی، چې جلال اباد ښار کې له خپلې مور او مېرمنې سره ژوند کوي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د پرهر پر خوشي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې د دغه خبريال نيول کېدل د هېواد د ټوليزو رسنيو د قانون خلاف کار دى او بايد د هغه ازادي نه واى اخيستل شوې.د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او چارواکي بايد د دوى په کار کې محدوديتونه رامنځته نه کړي او نه یې وګواښي؛ بلکې ملاتړ يې وکړي.
لږ تر لږه یو بل خبریال دا مهال په بند کې دی.افغاني-اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودی د تېر کال د جدي په ۱۷ کابل کې د استخباراتو له لورې ونیول شو. بهبودي له فرانسې کابل ته د راپور چمتو کولو او خبريالۍ په موخه سفر کړی و. د افغانستان خبریالانو مرکز د بهبودي د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ”اسلامي امارت“ څخه غواړي چې د کوم قید او شرط پرته دې ژر تر ژره دغه خبریال خوشې کړي او له خبریالانو څخه هر ډول شکایتونو ته دې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسېدنه وکړي او د ټولیزو رسنیو قانون پر بنسټ دې عمل وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ سلبولو ۲۳۷ پیښې چې د هغې له جملې ٩٤ د خبریالانو د نیونې پیښې دي، ثبت کړي دي چې لږ تر لږه د نیونې په اړه یې هم د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې قانوني څېړنه نه ده شوې.