د مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر د نیولو سلمه ورځ؛ د خبریالانو مرکز د دغو دوه خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ وري ۲۹

کابل- د افغاني-اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له نیول کېدو ۱۰۰ ورځې او په جلال اباد کې د ورزشي خبریال خیرالله پرهر له نیول کېدو ۹۹ ورځې تیرې شوې. د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو او د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان خبریالانو مرکز د دوی د بند پر دوام د اندېښنې په څرګندولو سره له «اسلامي امارت» غواړي چې دا دوه خبریالانو خوشې کړي.

مرتضی بهبودي د تېر کال د جدي په ۱۵ مه له فرانسې افغانستان ته د راپور جوړولو او خبریالۍ په موخه سفر وکړ او دوه ورځې وروسته هغه وخت چې غوښتل یې د «اسلامي امارت» څخه د کار جواز ترلاسه کړي، د کابل استخباراتو له لوري ونیول شو. په یوه بله پېښه کې په جلال اباد کې ورزشي خبریال خیر الله پرهر د جدي په ۱۹ کابل ته د استخباراتو له لورې احضار او بند خونې ته واچول شو.

که څه هم د بهبودي د نېول کېدو ۱۰۰ ورځې او د پرهر د نېول کېدو ۹۹ ورځې پوره شوې؛ خو تر اوسه پورې د دوی د نېول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

مرتضی بهبودي، چې په افغانستان کې یې د انځوریز خبریال په توګه کار کړی و، په ۲۱ کلنۍ کې فرانسې ته کډوال شو او په هغه هېواد کې یې خپل رسنیز فعالیت ته دوام ورکړ او د «ګیټي نیوز» ویب پاڼه یې جوړه کړه. مرتضی بهبودي په تدریجي توګه له فرانسوي رسنیو، فرانسوي ژبو رسنیو له ډلې د فرانسې تلویزیون، فرانسې راډیو او لاکروا، مدیاپارت او لیبراسیون ورځپاڼو سره د خپلواک خبریال په توګه کار پېل کړ. دغه افغاني اصله-فرانسوي خبریال له افغانستان څخه څو راپورونه چمتو کړي، چې د فرانسوي رسنیو له خوا خپاره شوي او په فرانسه کې یې د خپل ژورنالیستیکي کار له امله څو جایزې ترلاسه کړي دي.

٢٣ کلن خيرالله پرهر په ننګرهار ولايت کې د همیشه بهار راډیو تلویزیون په ګډون له ځینو نورو سيمه ييزو رسنيو سره د ورزشي خبريال په توګه کار کاوه. دغه ځوان خبریال د خپلې کورنۍ یواځینی«ډوډۍ» ګټونکی دی، چې د خپلې مېرنې او مور سره په جلال اباد کې ژوند کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر نیول د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف ګڼي او وایي چې دا دوه خبریالان باید په لومړي سر کې نه وی نیول شوی.

د جمهوري نظام له ړنګېدو ( ۱۴۰۰ زمري ۲۴ تر د ۱۴۰۱ کال پای) پورې په تېرو شلو میاشتو کې او واک ته د «اسلامي امارت» د بیا ځل رسېدو راهیسې د افغانستان دخبریالانو مرکز د خبریالانو پر وړاندې په هېواد کې د تاوتریخوالي، ګواښ او یا د خبریالانو او رسنیو پرضد د کړنو ۳۱۹ پېښې ثبت کړې دي، چې لږ تر لږه ۱۶۰ د خبریالانو د بندي کولو پېښې دي. دا نیول چې له یو ساعت څخه یې تر څو ساعتونو، څو ورځو څخه ترې یوې میاشتې او په ځینو مواردو کې یې څو میاشتې وخت نیولی دی؛ د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او د رسنیزو شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون له تائید پرته د امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د استخباراتو ریاست لو لورې ترسره شوې دي او دې کار په خبریالانو کې وېره او خود سانسوري ډېره کړې ده.

د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې – چې د اسلامي امارت لخوا هم تائيد شوی – خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او خبریالان بايد ونه ګواښل شي او نه بايد په خپلو کارونو کې له محدوديت او خنډ سره مخ شي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د روژې د مبارکې میاشتې د وروستیو ورځو او د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د «اسلامي امارت» له مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر ژر تر ژره له کوم قید-شرط پرته خوشې کړي؛ ترڅو له خپلې کورنۍ سره یوځای شي او بېرته خپل په خپلواک ډول خپل رسنیز کار له سره پېل کړي.