ننګرهار اصلاح غږ راډیو خبریال په چاودنه کې سخت ټپي شو

 

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰

جلال آباد-- د اصلاح غږ راډیو د ایډیټ برخې مسؤول او د خپرونو پرمخ وړونکی، فضل الله عرفان جلال اباد ښار کې د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو.

د ننګرهار اصلاح غږ راډیو مسؤول محمد ګلاب توحید یار د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل فضل الله عرفان د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ ۲۳ مه ماښام ۷ بجې او ۱۰ د قیقې د جلال اباد ښار اړوند تالاشۍ څلور لارې کې په شوې چاودنه کې ټپي شوی دی.

د توحید یار په وینا د چاودنې له امله د ښاغلی عرفان د دواړو پښتو رګونه«شریانونه» پرې شوي وو، چې د حوزوي روغتون ډاکټرانو په لارښوونه د درملنې لپاره د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی. د هغه په وینا د عرفان پښې عملیات شوي دي او ډاکټران یې بریالي ګڼي.

ولایتي چارواکي د پېښې پخلی کوي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه وایي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر؛ د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل دغه چاودنه د دوهمې حوزې معاون «مطیع الله» په رینجر موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله شوې ده چې، د نوموړي او یوې میرمنې په ګډون پکې ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.