۱۴۰۵ د زمري ۱۵ مه
بدخشان – فیضآباد :په بدخشان کې د طلوعنیوز تلویزیون سیمهییز خبریال ناظم قاسمي د واکمنې ادارې د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د قاسمي نیول غندي او له سیمهییزو چارواکو غواړي چې هغه ژر تر ژره او له کوم قيد او شرط پرته خوشې کړي.
په بدخشان کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، ناظم قاسمي تېره شپه شاؤخوا ۹ بجی په فیضآباد ښار کې له خپل کور څخه نیول شوی دی. تر اوسه د بدخشان د واکمنې ادارې چارواکو د هغه د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
خو یوې سیمهییزې سرچینې ویلي، داسې اټکل کېږي چې قاسمي ښايي په فېسبوک کې د خپلې وروستۍ انتقادي لیکنې له امله نیول شوی وي. د سرچینې په وینا، نوموړي په دغه لیکنه کې د بدخشان له اوسېدونکو سره د واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو پر چلند سختې نیوکې کړې وې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري د ناظم قاسمي نیول غندي او له واکمنې ادارې غواړي چې نوموړی ژر تر ژره او له کوم کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او همداراز هغه نور خبریالانو او رسنیزو کارکوونکي هم خوشې کړي، چې اوس مهال بندیان دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې د واقعیتونو په بیان کې د خبریالانو بنسټیز حق ومني او د یوې ناکامې یوغږیزې پالیسۍ له ترویج څخه، چې یوازې د واکمنو چارواکو ګټې منعکسوي، ډډه وکړي. خبریالان باید وکولای شي د بیان له ازادۍ څخه په سمه توګه او د نیول کېدو یا ګواښ له وېرې پرته ګټه واخلي.
اوس مهال په افغانستان کې لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي یا په بند کې دي او یا هم په بندخونو کې د خپل محکومیت موده تېروي.

