په بدخشان کې د بانوان راډیو(میرمنوراډیو) د بیاځلي فعالیت اجازه ترلاسه کړه



۱۴۰۲ وري ۱۷ مه
فيض اباد- د بدخشان ولایت په مرکز کې د بانوان راډیو(میرمنوراډیو) چې یوه اوونۍ مخکې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په امر تړل شوې وه، د بیا ځلي فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د میرمنو غږ راډیو مسؤل مديرې ناجیه سروش د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د میرمنو راډیو نن سهار ۱۱:۴۰ دقیقې بیا پرانیستل شوه.
هغې وویل: «موږ تیره ورځ له یو شمیر خبریالانو سره د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته لاړو او لیکلی تضمین مو ورکړ، چې د موسیقۍ د نه خپرولو په اړه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټاکل شوې لارښوونې عملي کوو او تر هغې وروسته د راډیو د بیا پرانیستل کیدو اجازه راکړل شوه »
د میرمنو راډیو چې تېره اونۍ( وري په ۱۰) یې یو عربي نعت د موسیقۍ سره خپور کړی و د سیمه ایزو مسولینو په حکم یې فعالیت بند او وتړل شوه.
په بدخشان کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت الله محمدي ویلي و، چې د میرمنو راډیو د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونې په دليل او روژې میاشت کې د سندرې د خپرولو له امله د دې ادارې له لورې تړل شوې ده.
د حکمت په وینا د موسیقۍ د خپرولو له امله څو ځله دې راډیو ته اخطارونه ورکړل شوي وو؛ خو د نه پاملرنې له امله یې وروسته د تړلو پریکړه وکړه.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د میرمنو راډیو د بیا ځل پرانیستې څخه د هرکلي ترڅنګ، له سیمه ییزو مسؤلینو غواړي د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
د ټولیزو رسنیو قانون څلورمې مادې کې راغلي دي، چې هیڅ حقیقي او حکمي شخص نه شي کولی د خبري او یا معلوماتي رسنيو خپلواک فعالیت بند، تحریم، سانسور او یا محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو رسنیو په خپرنيزو چارو کې مداخله وکړي.
د میرمنو غږ راډیو د ۱۳۹۳ کال د کب په وروستیو کې د بدخشان ولایت فیض اباد ښار کې فعالیت پیل کړ او ډیری کار کوونکې یې ښځې دي.
دا راډیو د خبري خپرونو لرونکې ده او ډیر تمرکز د ښځو اړوند مسایلو او اړتیاوو باندې لري.
د میرمنو راډیو له فیض اباد سربیره په یفتل بالا، یفتل پائین، خاش، درایم، ارګو او ارغنج خواه ولسوالیو کې د لاسرسي وړ ده.
اوس مهال بدخشان کې ۱۲ رسنۍ فعالې دي، چې دوه یې تلویزیوني شبکې او ۱۰ راډیو ګانې دي چې په اف ام څپو فعالیت کوي.