۱۳۹۶ د غبرګولي ۴مه
کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د يوې خصوصي رسنۍ له درېیو خبریالانو سره د بغلان د والي ناوړه چلند او د هغوی لنډ مهاله بندي کول غیر قانوني اقدام بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
د ارزو غیر دولتي تلویزیون مسؤول مدير نور آقا شريفي وایي، چی د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن وروسته له هغې چې د یادې رسنۍ له جدي سوال سره مخ شو، امر وکړ، چې یاد کسانو چې ترڅو د مرکې وېډیو د کامرې له حافظي نه وي لرې کړې، اجازه نه لري له دفتر څخه بهر ولاړ شي.
په بغلان کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی شیر محمد جهش وایي، چې د ارزو تلویزیون خبریال او دوو وېډیو اخیستونکو د شاؤخوا یو ساعت لنډ مهاله بند وروسته اجازه پیدا کړه، چې د والي له دفتر څخه بهر شي.
د ارزو تلويزیون د مسؤول مدير په وینا، د یاد ټیم غړو د والي پر ټینګار سربېره مرکه له کامرې نه ده لرې کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د والي یاد اقدام د قانون ماتونې او زور واکۍ ښکاره نښه بولي او له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې له نوموړی سره د یادې قضیې په تړاو قانوني چلند وکړي.
حکومت له اساسي قانون سره سم د بیان ازادۍ پر ملاتړ مکلف دی او د ټولیزو رسنیو د قانون پر بنسټ هېڅ چارواکی نه شي کولای د قانون له اصولو خلاف د رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم او یا محدود کړي.
د ۱۳۹۲ په سلواغې میاشت کې په کابل کې یوه ورته قضيه پېښه شوه. په هغه وخت کې د جمهوري ریاست نوماند داوود سلطان زوی، د کابل نیوز خبریال او وېډیو اخیستونکی د هغه د کورنۍ په تړاو د يوې پوښتنې له امله درې ساعته کورني بند کې ساتلي وو.
خو د قانوني صراحت او د هغه رعایت ته د حکومت ژمنتیا سربېره، له سلطان زوی سره هېڅ قانوني چلند ونه شو او حتی د اشرف غني له نوماندۍ څخه د ملاتړ له امله د جمهوري ریاست مشاور وټاکل شو.

