سیمه‌ییزو زور واکانو د تنویر تلویزیون پر وړاندې جنجال او دوسیه جوړونه پای ته ورسوله

سیمه‌ییزو زور واکانو د تنویر تلویزیون پر وړاندې جنجال او دوسیه جوړونه پای ته ورسوله

پلخمري، ۱۳۹۲ د زمري ۱۲مه

په پلخمري کې د سیمه‌ییزو زور واکانو د تاوتريخوالي او قانون ماتونې پر وړاندې د عدالت غوښتنې پایلې دا وه، چې هغوی د تنویز تلویزیون له مسؤول مدیر او خبري ټیم څخه بخښنه وغواړي او د دې رسنۍ پر وړاندې دوسیه جوړونه پای ته ورسوي.

د تېرې اونۍ د یک شنبې په ورځ د تنویز تلویزیون خبریال او وېډیو اخيستونکی د نوي ښاروال له معرفت غونډې څخه د راګرځېدو په حال کې وو، چې د یاد ښار د مخکني ښاروال سيد مقصود سادات د څو تنو کسانو له خوا پرې برید وشو.

د تنویر تلویزیون د مسؤول مدیر شیر محمد جهش په وینا، تیري کوونکو کسانو چې یو کس یې د سيد مقصود سادات ساتونکی او بل یې خپلوان وو، د یاد تلویزیون د خبریال او وېډیو اخيستونکي له وهلو ټکولو وروسته، د هغوی موټر او کاري وسایل له ځانه سره یوړل.

خو وروسته له هغې چې پولیسو د تیري کوونکو د جلب حکم صادر کړ، د بغلان ولایت د عدليې رئیس سید محمود سادات، چې د مخکني ښاروال ورور دی، د تنویز تلویزیون مسؤول مدیر ګواښلی وو، چې که خپل شکایت بېرته وانخلي پر وړاندې به یې اقدام وکړي‌.

له پېښې دوه ورځې وروسته، د سید مقصود سادات وراره شفیق الله د خپلې مور په لسمون، چی هغه هم د بغلان ولایت د محکمې د عامه امنیت ديوان رئیسه ده، د شیر محمد جهش پر وړاندې دوسیه جوړه کړه او له هغه څخه یې د انسان تښتونې په تور شکایت وکړ.

شیر محمد جهش د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل:« پولیسو زه د شفیق الله د شکایت پر بنسټ جلب کړم؛ یوه ورځ شاؤخوا درې نيم ساعته د پولیسو په توقیف کې وم او په سبا یې د څېړنو لپاره جنایي مدیریت ته ولاړم، خو شکایت کوونکی ونه توانید د خپل شکایت د اثبات لپاره شواهد وړاندې کړي.»

د هغه په وینا، یاد اقدام یوازې د تنویر تلویزیون په کاري ټیم د فشار راوستلو او د دې لپاره چې هغوی د مخکني ښاروال پر وړاندې خپل شکایت بېرته واخلي، ترسره شوی وو.

د تنویر تلویزیون مسؤول مدير زیاته کړه، چې بالاخره د یک شنبې په ورځ د ولایتي شورا او ملي شورا د ځيني غړو، د مدني ټولنې د استازو او خبریالانو په غوښتنه یوه ناسته جوړه شوه، څو یاد جنجال ته په دوديزه توګه د پای ټکی کېږدي.

جهش وویل:« سید محمود سادات د مخکني ښاروال او تېري کوونکو په استازولي بخښنه وغوښته او داسې پرېکړه وشوه چې دواړه له لوري خپل شکایتونه بېرته واخلي او موږ هم اړ شوو د خلکو استازو ته په درناوي د هغوی پرېکړه ومنو.»

د تنویر تلویزیون مسؤول مدير زیاته کړه، چې هغه په دې ناسته کې د کډون او شرایطو په لیدلو دې پایلې ته رسېدلی، چی د مخکني ښاروال د کورنۍ «مافیایي ځواک» د تنویر تلویزیون لپاره جنجال جوړونکی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز که څه هم د تنویز تلویزیون پر وړاندې د تاوتريخوالي او دوسیه جوړنې له امله، له بخښنې غوښتلو څخه هرکلی کوي، خو له دې امله چې د زور واکانو پر وړاندې قانون نه دی پلي شوی، خواشیني څرګندوي.

د ازاد رسنیز فعالیت دا مدافع بنسټ د افغانستان له حکومت څخه غواړي، چې سیمه‌ییزو زور واکانو ته اجازه ورنه کړي، څو د تاوتریخوالي او له خپل ځواک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې وروسته، په يوې ساده بخښنې خپل ځان خوندي کړي او له مجازاتو څخه معاف شي.