د بغلان ولایت ځایي زور واکو له خوا د تنویر تلویزیون رئیس ته د دوسیې جوړول

د بغلان ولایت ځایي زور واکو له خوا د تنویر تلویزیون رئیس ته د دوسیې جوړول

‌ ١٠ زمری ١٣٩٢

پلخمری- څلور ورځې وروسته له هغه چې د پلخمري پخواني ښاروال ته نیږدې وسله والو د تنویر تلویزیون خبریال او انځورګر سخت وډبولو، موټر او د هغې وسایل یې پټ کړل اوس ځایي زور واکي د تنویر تلویزیون مسوول مدیر په انسان تښتونې تورن کړی او جنایي دوسیه یې ورته جوړه کړې ده.

د تنویر تلویزیون په خبریال او انځورګر د روانې اونۍ شنبې په سهار هغه وخت کله چې د پلخمري نوي ښار وال پېژندنې غونډې څخه دفتر ته د ستنېدو پرمهال لار کې د پخواني ښاروال کسانو لخوا تر برید لاندې راغلی دی.

د تنویر تلویزیون څښتن او مسوول مدیر شېرمحمد جهش د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي، چې د جلب حکم یې د پخواني ښاروال وراره شکایت له امله صادر شوی دی.

هغې وویل:« موږ د حمله کوونکو له ډلې د یو ساتوونکی او پخواني ښاروال خوریې سید مقصود نښې وپېژندلې او موږ د پولیسو په حکم د هغه د احضار لپاره د هغوی د کور تر دروازې ورغلو، چې د عبدالحارث وراره شفیق الله دروازې ته راغلی او موږ له هغې وغوښتل چې د دې دوه کسانو ادرس موږ ته راکړي او یا زموږ جلب څخه خپل کاکا خبر کړي خو شفیق الله وویل؛ چې دا دواړه کسان پلخمري کې نشته او د هغوی د ځای په اړه مالومات نه لري.»

جهش زیاته کړه« له دې قضیې دوه ورځې وروسته او کله چې د پولیسو له خوا یو تورن کس ونیول شو، پولیسو ماته خبر راکړ، چې د شفیق الله د شکایت په اساس ستا لپاره د جلب حکم هم صادر شوی دی.»

د تنویر تلویزیون مسوول مدیر په وینا، د پخواني ښاروال وراره شکایت کړی، چې شېر محمد د څو کسانو په مرسته غوښتل ما وتښتوي.

جهش وویل: « د چهارشنبې په ورځ درې نیم ساعته د پولیسو په بند کې وم او وروسته یې پرېښودم او راته یې وویل، د پنجشنبې په ورځ راشه د پلټنو تر بشپړېدو وروسته دې دوسیه څارنوالۍ ته وسپارو.»

د بغلان امنیه قومندان اسد الله شېرزاد تاید کړې، چې شېرمحمد جهش د شفیق الله د شکایت په اساس تر څېړنې لاندې نیول شوی دی.

هغې وویل:« پولیس د تنویرتلویزیون په کامره مین او خبریال شوي برید کې د لاس لرونکو تورنو په لټه کې دي او هممهاله د قانون سره سم د دې تلویزیون مدیر په ضد شوي شکایت ته رسېدګي کوي او د لومړنیو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د هغوی دوسیې څارنوالۍ ته واستوي.»

د ځایي سرچینو معلوماتو په اساس، د پلخمري پخوانی ښاروال سید مقصود سادات په دې دلیل، چې ورور یې د بغلان ولایت عدلې رئیس دی او د ورور ښځه ( وریندار) یې د دې ولایت محکمې د عامه دیوان رئیسه ده، ځایي اداره کې له زیات نفوذ برخمن دی.

د تنویر تلویزیون رئیس په وینا، د عدلې رئیس ورته په تلفوني اړیکه کې ګواښ کړی و، چې دپخواني ښاروال کور دروازې ته د پولیسو سره یوځای د یو ځای تګ او کړي شکایت له امله به د هغه پرضد اقدام وکړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د تنویرتلویزیون په خبري ټیم حمله کې د ښکېلو کسانو له ډلې د یو تورن نیول کېدو څخه په ستاینې غو ښتنه کوي؛ چې دې پېښه کې نور تورن کسان او د پېښې ترشاه ټول ښکیل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

له ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دابنسټ همدارنګه په شېرمحمد جهش لګېدلي تور ته د نوموړي تر فشار لاندې راوستلو او د تنویر تلویزیون نشراتو په اړه د جدي ګواښ په سترګه ګوري او هغه په سختو ټکوغندي.

تېرو درې اونیو کې په کابل، پلخمري او تالقان کې خبریالانو سره د ځایي زور واکو او حتا پولیسو لخوا د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۹ پېښې شوې دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې شمیر پېښو په اړه دخپلې اندېښنې ترڅنګ، د افغانستان ولسمشر حامدکرزي څخه غوښتنه کوي، چې د هر ډول مصلحت پرته له امنېتي ادارو وغواړي چې قضیې په جدي ډول تعقیب کړي.