
۱۴۰۲ وري ۱۶ مه
پلخمري- د تنویر تلویزیون یو ریپورټر او ورسره د بغلان-ملي راډیو تلویزیون ریپورټر او کامره مین نن ورځ پلخمري کې د استخباراتو له لورې نیول شوي دي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو خبريالانو پر نيول کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره، د کوم شرط د هغوی د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتونکی دی.
په بغلان ولايت کې يوې سرچينې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې نن سهار د تنویر تلویزیون ریپورټر غلام علي وحدت، د بغلان د ملي راډیو تلویزیون ریپورټر نور اغا سادات او کامره مین صفي الله صفا د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست ته لومړی احضار او بیا نیول شوي دي.
ویل شوي، چې دغه خبریالان شاوخوا درې اونۍ وړاندې د پلخمري ولایت عبوري دروازو ته د امنیت د څرنګوالي لپاره بلل شوي وو. لومړني معلومات ښیي چې دغه هر یوه ټلویزیون د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د پلټنې له سیمې څخه جلا راپور چمتو او خپور کړی و؛ خو په ښکاره د ملي تلویزیون راپور د مسوولینو له غوښتنې سره سم نه و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دریو خبریالانو د بندي کولو په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، په بغلان کې د «اسلامي امارت» له مسوولینو څخه جدي غوښتنه کوي چې دغه خبریالان له قید- شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي. د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې خبريالان د خپلو مسلکي كارونو په ترسره كولو كې ازاد دي او مسوولين باید د هغوی په کار کې خنډ پیدا نه کړ؛ بلکې له هغوی ملاتړ وکړي.
دغه درې خبریالان په داسې وخت کې نیول کېږي، چې درې ورځې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون له لارې په هيواد کې د رسنيو او خبريالانو د چارو او ستونزو د څيړنې طرحه اعلان کړه. د دغې طرحې پر بنسټ هیڅ بله اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۳۷ پېښې ثبت کړې دي، چې له دې جملې ۹۴ د خبریالانو د بندي کولو پیښې دي، چې لږ تر لږه د بندي کونې په قضیو کې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون قانوني بهیر پلی شوی نه دی.

