کندوز، ۱۳۸۹ غبرګولی
د افغانستان په شمال کې د جاپاني ازاد خبریال «کزوکه تسونئوکا» له نادرکه کېدو څخه د څه باندې دوو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه له نوموړي څخه هېڅ کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.
تر اوسه وسله والو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو چې له دې وړاندې یې د ډېرو خبریالانو د یرغمل کولو مسؤولیت پر غاړه اخیستی و، د یاد جاپاني خبریال په اړه کوم څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د جاپان د کیودوی خبري اژانس خبریال د تسونئوکا د خپلوانو له قوله ویلي وو، چې هغوی ته سپارښتنه شوې ترڅو په دې تړاو له رسنیو سره مرکه ونه کړي.
تسونئوکا په جنګ ځپلو سیمو لکه چچن، عراق او افغانستان کې کاري سابقه لري او ۹ کاله وړاندې په ګرجستان کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو، چې وروسته بيا د ګرجي پوځي ځواکونو په عملیاتو کې ازاد شو.
په تېرو نهو مياشتو کې د هېواد په ختيځ او شمال کې نهه تنه خبریالان او د رسنیو همکاران تښتول شوي دي او د دې وضعيت دوام په افغانستان کې د کاري خطرونو ښکارندویي کوي.
په ډېرو مواردو کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د تښتوونکو ډلو له ځينو شرایطو سره لکه د بندیانو خوشې کول او يا هم د پیسو ترلاسه کولو سره مل وي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د تښتوونکې ډلې څومره غوښتنې منل شوي دي، خو په څو پېښو کې خبریالان او رسنیز همکاران د ښکېلو اړخونو د سیاستونو قرباني شوي دي.
تېر کال د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې افغان خبریال سلطان محمد منادي په کندوز ولایت کې له تښتول کېدو وروسته د ناټو ځواکونو د ژغورنې عملیاتو پر مهال ووژل شو.
له دې وړاندې د يوې کاناډايي تلویزیوني شبکې خبریال جاوید یازمي، د امریکایانو له بند څخه له خوشې کېدو وروسته د ناپېژانده وسله والو له لوري په کندهار کې ووژل شو، یو بل رسنیز همکار او افغان خبریال اجمل نقشبندي هم په هلمند کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

