يکشنبه ۳۰ لېندۍ ۱۳۹۳
کندز: د رسنيزې ورځپاڼې خبريال نجيم رحيم او د الجزيره تلويزيون خبريال نصير احمد واقف په کندز کې د يو پوليس سرتېري له خوا سخت وهل ټکول شوي دي.
دا دوه خبريالان وايي چې دا پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې د يو همکار کور ته تلل.
نجيم رحيم چې د پوزې په برخه کې سخت ټپي شوی دی وويل، چې د پوليسو د پوستې يو سرتېري د بد چلند تر څنګ په سوکانو او لغتو وهلي ټکولي دي.
پژواک خبري آژانس راپور ورکړی چې دا سرتېری د ولايت ادارې ته لېږدول شوی او د دې پوليسو قطعې قومندان د خپل سرتېري د کړو لامله بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې ده چې هغه به له دې وجې د څارنې لاندې ونيسي.
د کندوز د پوليسو مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني همدارنګه ويلي چې وهونکی نيول شوی دی او تر څېړنو لاندې دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د تاوتريخوالي ډک چلند د غندنې تر څنګ؛ د کندوز له سيمه یيزې ادارې غواړي چې دا قضيه په جديت سره وڅاري او ډاډ ورکړي چې د دې تاوتريخوالي عامل په حق کې به عادلانه مجازات سرته ورسېږي.
له دې وړاندې د روان کال د تلې په مياشت کې د دې ولايت د پخواني والي غلام سخي بغلاني د ساتونکو له خوا دوه سيمه یيز خبريالان د دې ولايت د ودانۍ په دروازه کې وهل ټکول او سپکاوی ورته شوی و.
دا کار يې د خبريالانو له تُند غبرګون سره مخ شو او هغوی په دې برخه کې د عدالت غوښتنې تر څنګ د ولايتي ادارې اړوند پېښو پوښښ تحريم کړو.

