بخښنه غوښتل بسنه نه کوي، د کندوز د والي منشي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

بخښنه غوښتل بسنه نه کوي، د کندوز د والي منشي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

۱۳۹۳ د مرغومې ۱۶مه

کندوز: د افغانستان د خبریالانو مرکز یو خبریال ته د سپکاوي او تاوتریخوالي په بدل کې د والي د منشي بخښنه غوښتل کافي نه بولي او له اړوندو بنسټونو غواړي څو نوموړی د قانون منګولو ته وسپاري.

د خاور سیمه‌ییز راډیو او تلویزیون خبریال فیصل نوري دوه ورځې وړاندې د کندوز ولایت د پوهنتون د رئیس په معرفت غونډه کې په دې تړاو د ځينې استادانو د مخالفت او غبرګون د پوښښ پر مهال د والي تر سترګو وړاندې ډ نوموړي د منشي میرویس احمدزي له لوري سپک او ووهل شو.

د خبریالانو د پراخ غبرګون او عدالت غوښتنې په پایله کې تېره ورځ د کندو والي اسدالله عمرخیل له خبریالانو سره په یوه جوړه شوې ناسته کې د نوموړي منشي بخښنه وغوښته او والي هم د یادې پېښې د حل او دواړو لوریو د پخلاينې غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان د خبریالانو مرکز ولایتي استازی رحمت الله همنوا وایي، چې د یاد ولایت رسنیزه ټولنه د دې پېښې له امله خواشینې ده، بخښنه غوښتل کافي نه بولي او غواړي چې پېښې ته د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې رسېدنه وشي.

د نوموړي په وینا له دې وړاندې هم له خبریالانو سره د والي د منشي له چلند او کړنو څخه شکایت شوی وو او خبریالان غواړي چې نوموړی د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندوز له والي څخه غواړي، چې د یوه خبریال د وهل ډبول کېدو پېښه کې، چې د کار او رسمي فعالیت پر مهال رامنځته شوې، ساده ونه ګڼي او په یاد ولایت کې د جمهور رئیس د استازي په توګه د یادې پېښې د قانوني تعقیب لپاره لاره هواره کړي.

د بیان د ازادي او د ازاد رسنیز فعالیت دا ملاتړی بنسټ پر دې باور دی، چې که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ترسره کوونکي د فشار لاندې بخښنې غوښتلو ته اړ باسل کېږي، په یو ډول د مجازاتو څخه د معافیت دود یوه برخه ده او باید له قانوني لارو څخه یادو ستونزو ته په رسېدنې یاد دود له منځه ولاړ شي.