
۱۴۰۱ د زمري ۳مه
میمنه- په فاریاب کې د سلام وطندار خبریال علاءالدین ایرکین نن سهار په میمنه کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري بندي او د څېړنو لاندې ونیول شو.
یو ځایي خبريال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې ایرکین نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د امارت د استخباراتو ځواکونو له لوري په میمنه ښار کې د تمنا راډیو په دفتر کې ونیول شو او د استخباراتو په ریاست کې تر څېړنو لاندې نیول شوی دی.
هغه وویل، چې د سلام وطندار خبریال په فاریاب کې د ځینې وروستیو راپورونو د چمتو کولو د څرنګوالي په تړاو نیول شوی او له شاؤخوا دوو ساعتونو څېړنو وروسته ازاد شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ له مسؤولینو «اسلامي امارت» څخه غواړي، څو د ټولیزو رسنیو د قانون په پلي کولو چې د امارت له لوري تایید او د پلي کولو وړ بلل شوی، ورته کړنو ته، چې په حقیقت کې د خبریالانو پر وړاندې د فشار لپاره کارول کېږي، د پای ټکی کېږدي.
ورته مهال، د افغانستان د خبریالانو مرکز له «اسلامي امارت» څخه غواړي، څو د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون بېرته فعال کړي او د کمیسیون له لارې د خبریالانو او رسنیو له کړنو څخه شکایتونو ته په رسېدنې، اجازه ورنه کړي خپل سري نيونې او د خبریالانو پر وړاندې فشار دوام ومومي.

