په فاریاب ولایت کې «میمنه» خصوصي راډیو له فعالیت پاتې شوه

 

۱۴۰۱ د وري ۲۶مه

میمنه- په فاریاب ولایت کې د «میمنه» خصوصي راډیو فعالیت له شاؤخوا لسو کلونو وروسته ډ مالي ستونزو له امله پای ته ورسېد. په پکتیا کې له پکتیا غږ راډیو وروسته په هېواد کې، دا دوهمه راډیویي شبکه ده، چې په روانه اوونۍ کې تړل کېږي.

میمنه راډیو د ۱۳۹۲ کال په وري مياشت کې د فاریاب ولایت په مرکز ميمنه ښار کې جوړه او په کار یې پیل وکړ. د يادې راډیو برنامې د ولایت پر مرکز سربېره په المار، خواجه موسی او پشتون‌کوت ولسوالیو کې هم د لاسرسي وړ وې. دې راډیو به سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او تاریخي خپرونې په پښتو، فارسي او په ځانګړي ډول ازبکي ژبه خپرولې. ځایي سرچینې وایي، دا رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې ده.

دا څلورمه راډیو ده، چې د وروستي بدلون او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په فاریاب ولایت کې تړل کېږي. له وړاندې هم ترکستان، سواش راډيوګانې او د فاریاب ملي تلویزیون تړل شوی وو. ځایي سرچينې وایي، چې د ملي تلویزیون تجهیزات د بدلون په ترڅ کې لوټ شوي وو.

اوس مهال په یاد ولایت کې تمنا، صحت، ممتاز او ملي راډیو ګانې چې اوس یې شريعت ته نوم بدل شوی، په یاد ولایت کې فعالې دي.

په وروستیو دوو لسیزو ( د کابل له سقوط وروسته) کې په هېواد کې څه باندې ۲۰۰ راډیو کاڼې، شاؤخوا ۱۰۰ تلویزوني شبکې او لسګونه چاپي او آنلاین خپرنۍ (نشریې) جوړې شوې وې او فعالې وې، خو د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو راهیسې، په تېرو اتو میاشتو کې د اقتصادي ستونزو او رامنځته شویو محدودیتونو له امله د هېواد نیمایي رسنۍ له فعالیت پاتې شوي او شاؤخوا ۳۰ سلنه د تړل کېدو په درشل کې دي او په ۲۴ ساعتونو کې یواځې یوڅو ساعته فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د میمنه راډیو په تړل کېدو د اندېښې په څرګندولو، د دې بهیر په دوام او د ازادو رسنیو لا محدودېدو او د هېواد د رسنیزې ټولنې په کوچنۍ کېدو ډېر اندېښمن دی او هیله لري، چې د مالي ستونزو او د اوسنیو محدويتونو په له منځه تللو، ازادې رسنۍ خپله ريتينې ځایګاه پیدا کړي او خلک وکولای شي د بیان ازادۍ له بنسټیز حق څخه برخمن شي.