۱۳۹۶ د سلواغې ۸مه
کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د فاریاب ولایت د څارنوالۍ د رئیس له لوري د پژواک خبري اژانس خبريال ته سپکاوی او ګواښ د یاد خبریال د وېرونې او ځان سانسورۍ ته د مجبورلو اقدام په توګه په شدت غندي او له مسؤولو چارواکو غواړي څو یادې پېښې ته په جدیت رسېدنه وکړي.
قطب الدین کوهي، چې تېره ورځ د خپلو مسلکي کارونو د ستاینې لپاره ولسي جرګې ته بلل شوی وو وایي، د فارياب ولایت د څارنوالۍ رئيس ډ ولسي جرګې په منځ کې نوموړي ته په بدو الفاظو سپکاوی کړی او نیت یې درلود نوموړی په سوکانو ووهي.
هغه وویل، په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت د ولسونو د ځينو استازو د وړاندیز پر بنسټ یاد مجلس ته بلل شوی وو، څو د یاد ولایت د څارنوالۍ له رئیس فرید شیرزی غوري سره د خپلو کړنو په تړاو وستایل شي.
کوهي زیاته کړه:« د فاریاب استازي حاجي محمد هاشم له ماسره اړیکه ونيوله، چې له نوموړي سره پارلمان ته لاړ شم، څو ترتیب شوی ستاینلیک ترلاسه کړم. د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي په خپل دفتر کې د پارلمان ستاینلیک ما او شیرزي ته راکړ.»
د پژواک خبریال وویل:« له هغې وروسته یو بل دفتر ته لاړو او هلته حاجي محمد هاشم د فاریاب ښاري محکمې اړوند راپور په اړه، چې د پژواک خبري اژانس له لوري جوړ شوی وو، خبرې وکړې. په دې راپور کې د محکمې د رئیس له قوله ویل شوي وو، چې څارنوال باید په یوه قضیه کې د حقیقت د پټولو له امله له قانوني چلند سره مخ شي.»
د هغه په وینا:« غوري د وکیل په ځواب کې وویل، ښه شو چې موضوع دې رایاده کړه، که چرته کوهي میمنې ته لاړ شي، بندي کوم یې، ځکه چې د څارنوالۍ اسناد یې خپاره کړي دي او زه یې په ټولنه کې وړوکی کړم او بل جرم هم لري هغه دا چې د دولت کارکوونکی هم دی او په څنګ کې یې د پژواک د خبریال په توګه هم کار کوي.»
کوهي په دوام کې وویل:« هغه ته مې وویل چې زه خبر او معلومات د قانون سره سم خپروم، هېڅ خلاف کار مې نه دی کړی چې ما بندي کړې، مګر څارنوال په ځواب کې وویل، میمنې ته راشه غاښونه درماتوم، زندان ته دې لېږم تا خبیث، سپی...، مګر کله مې چې وویل، د یو ولایت د څارنوال په توګه مې تمه نه درلوده داسې الفاظ وکاروې، یوځل بیا یې بد رد وویل او پر ما یې حمله وکړه، چې حاجي محمد هاشم، مرستیال یې او د پارلمان ساتونکو یې مخه ونيوله.»
مګر غوري د یاد خبریال د څرګندونو په ردولو ویلي:« اصلاً مې ښکنځل او بد رد نه دي ویلي او ګواښ مې هم نه دی کړی، خو که د پژواک خبريال میمنې ته لاړ شي له هغه سره د محرمو اسنادو د خپرولو په تور قانوني چلند کوم.»
سره له دې د فاریاب د خلکو وکيل حاجي محمد هاشم، چې د یادې صحنې شاهد وو د یادې پېښې په تاییدولو سره وویل:« له څارنوال څخه مې تمه نه درلوده، چې په دا ډول چلند وکړي او داسې بد حرکات له ځانه وښیي، د رسنیو له لارې مو د هغه ستاینې اورېدلې وې او ومو غوښتل د ولسي جرګې له لارې یې وستایو، خو اوس ښکاره شوه چې د یادې ستاینې وړتیا یې نه درلودله.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژواک له خبریال سره د فاریاب د څارنوالۍ د رئیس چلند او ګواښ په شدت غندي او په دې باور دی چې ورته چلندونه او د دولتي موقف په ډاډ د بندي کولو ګواښ هغه هم د یو ولایت د لوړ پوړي چارواکي له خوا، د ژورې اندیښنې ځای دی.
د خبریالانو او بیان ازادۍ دا ملاتړی بنسټ له دولتي مسؤولو برخو څخه غواړي، چې یادې پېښې ته په جدي ډول رسېدنه وکړي او اجازه ور نه کړي، څو سیمهییز مسؤولین قانون تر پښو لاندې کړي او د خبریالانو په وېرولو او ګواښولو سره د ځان سانسورۍ لامل شي.

