
۱۴۰۱ د زمري ۹مه
میمنه- په فاریاب ولایت کې د راډیويي خپرونو ویاند محمد عارف سرخابي جسد، چې په ایران کې یې د يوې « په ودانیزو چارو کې» پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، نن خپل ټاټوبي المار ولسوالۍ ته له لېږدولو وروسته، خاورو ته وسپارل شو.
د فاریاب سیمهییز خبریال قطب الدين کوهي د محمد عارف د خپلوانو له قوله د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې ښاغلی سرخابي د زمري په ۳مه د ایران په فیروزکوه ښار کې د يوې ودانۍ څخه د لوېدلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل، چې سرخابي درې کاله شاؤخوا د فارياب په مرکز میمنه کې له ميمنه او ممتاز راډیوګانو سره د ویاند په توګه کار کړی وو، مګر په وروستیو کې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو راهیسې بیکاره شوی او ایران ته تللی وو.
د جمهوري نظام له سقوط او اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د تېر یو کال په اوږدو کې، په هېواد کې د شاؤخوا ۶۰۰ فعالو رسنیو څخه نیمایي یې د اقتصادي ستونزو او د اسلامي امارت له لوري د لګول شویو محدوديتونو له امله تړل شوي او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سرخابي خپلوانو سره د همدردۍ مراتب وړاندې کوي او د راډیویي خپرونو یاد ځوان ویاند روح ته له لوی رب متعال څخه د بخښنې غوښتنه کوي.
ورته مهال د افغانستان د خبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د ټولیزو رسنیو قانون، چې اسلامي امارت هم د پلي کولو وړ بللی او نورو اړوندو قوانينو په پلي کولو، پر خبریالانو او رسنیو اعمال شوي کاري محدوديتونه لرې او رسنیزې ټولنې ته د ازاد او پرته له وېرې فعالیت لاره هواره کړي، څو لږ تر لږه پاتې رسنۍ وساتل شي او کارکوونکي یې بیکاره او یا د هېواد پرېښودلو ته اړ نه شي.

