ایبک، دوشنبه ۱۳۹۰ د غبرګولي ۲مه
«شهروند» راډیو چې د خصوصي برخې په پانګونې او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ځینې ښځينه خبریالانو په همکارۍ جوړه شوې وه، په رسمي ډول یې په فعالیت پیل وکړ.
د شهروند راډیو مسؤول مدیرې وجیهه احمدي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاده راډیو د اف ام په څپو د یاد ولایت د بېلابېلو، په ځانګړي ډول د مېرمنو اړوند موضوعاتو ته د پوښښ لپاره جوړه شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، د جوړېدو ټول لګښتونه د دې راډیو د امتیاز څښتن احمد جاوید افغان له لوري ورکړل شوي دي.
د شهروند راډیو د مسؤول مدیرې په وینا، دې راډیو خپلې ازمایښتي خپرونې، د ۱۳۸۹ په سلواغې میاشت کې په دري، ازبکي او پښتو ژبو او تفریحي او بوختونکو، ټولنیزو، عامه پوهاوي او روغتیایي خپرونو پیل شوې.
احمدي وویل، د شهروند راډیو اوسنۍ خپرونې د سهار له پنځو څخه د شپې تر ۱۲ بجو دي او په پام کې لري ژر تر ژره د خپرونو په زیاتولو ۲۴ ساعته نشرات ولري.
د وجیهه احمدي د معلوماتو له مخې، یاده راډیو اوس مهال د ۵۰ کیلومتره نشراتي ساحې په درلودلو سره ایبک ښار او حضرت سلطان ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فتح الله وافي، د یادې راډیو جوړېدل په یاد ولایت کې د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، چې دا درېیمه خصوصي راډیو ده چې په سمنګان کې جوړېږي.
هغه وویل:« د رسنیو زیاتوالی په هغه صورت کې چې د مسلکي رسالت، د هېواد د ټولیزو رسنیو قانون او د خلکو له ګټو سره سم وي، د بیان د ازادۍ د بنسټیز کېدو ته لاره هواروي.»
سمنګان د څه باندې ۳۵۰ زره نفوس په درلودلو سره د کابل-حیرتان په اوږدو کې او د ولایت او بلخ ولایتونو ترمنځ موقعيت لري او د افغانستان له لرغوني ولایتونو څخه دی.
له دې وړاندې د سمنګان په مرکز کې په ۱۳۸۴ کې حقیقت راډیو او په ۱۳۸۹ کې رستم راډیو په فعالیت پیل کړی وو، اوس مهال په سمنګان کې پر یادو راډیوګانو او سیمهییز تلویزون سربېره د يوې دولتي جريدې په ګډون شپږ جریدې فعالیت لري.

