یک شنبه ۱۶ وږی ۱۳۹۳
ایبک: د ازبکي ژبې لومړنۍ اونیزه آیبیک کز ګوشی( آیبیک هینداره) د یوشمیر ځوانانو لخوا جوړه او خپره شوه.
دا اونیزه د شنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت یوشمیر محلي چارواکو او فرهنګیانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د سمنګان والي خیرالله انوش د دې اونیزې له پیل څخه د هرکلي ترڅنګ دا د هیواد د کلتور بډاینې لپاره مهم وباله.
هغې د ازبکي ادبیاتو او کلتور مخینې ته په کتو سره وویل چې کوز ګوشي به د دې ژبې په غښتلي کیدو کې پوره مرسته وکړي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فتح الله وافي وویل چې د بیان ازادي او د ازادو رسنیو د فعالیت پراختیا د دولت د مهمو لاسته راوړنو ګڼل کیږي.
هغه د دې اونیزې د پېل په اړه خوښې وښوده او زیاته یې کړه د هیواد اساسي قانون او رسنیو قانون له مخې اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو په وړاندې د خپل مسوولیت له مخې له ازادو رسنیو ملاتړ کوي.
د ایبیک کوزګوشي امتیازڅښتن لعل محمد لامع ترکستاني وویل چې دا اونیزه يې د یوشمیر ځوانانو د ملاتړ او اطلاعاتو کلتورو وزارت څخه د جواز ترلاسه کولو وروسته خپره کړه.
هغه وایي د هیواد له سیاسي ، کلتوري، ټولنیز، سوداګریز او امنیتي حالاتو څخه د خلکو ذهنیت روښانه کول د دې اونیزې اصلي موخې دي.
د ترکستاني په وینا ژمن دي چې په لاس ورغلي فرصت څخه د مالوماتو د رسونې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او خلک له روان حالته خبر کړي.
د ایبک کوز ګوسي امتیازڅښتن زیاته کړه چې دا اوونیزه به په څلورو رنګه صفحو کې د ۱۰۰۰ تیراژ ټوکو په اندازه چاپ او خلکو ته به وړیا ویشل کیږي.
د سمنګان ولایت مرکز ایبیک کې د آیبیک کوز گوسی ( د ایبیک ښار هینداره) اونیزې څخه علاوه پینځه نورې اونیزې خپریږي او درې خصوصي راډیو ګانې هم پدې ښار کې فعاله دي.

