شنبه ۱۶ زمري ۱۳۸۹
د رستم شخصي راډيو د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې د يوې ډلې ځوانانو په نوښت رامنځته او په غير رسمي ډول يې خپلې ازمايښتي خپرونې پيل کړې.
د سمنګان ولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس فتح الله وافي وويل: «دې راډيو په اف اېم څپه د ۲۵ کيلو متر مربع په پوښښ سره په مستقيم ډول خپرونو سره په کار پيل کړی دی.»
د هغه په وينا د دې راډيو اوسنۍ خپرونې موسيقي او ژوندۍ تفريحي خپرونې دي چې د ايبک ښار او حومه په سطحه خپرېږي.
د رستم راډيو د نشراتو مدير نجيب الله دانش د دې رسنۍ د رامنځته کېدو موخې د معلوماتو رسونې قوي کول او کورني او نړيوالو خبري پېښو ته د خلکو آزاد او پر وخت لاسرسی؛ يادې کړې.
د هغه د معلوماتو پر اساس د اوس لپاره دا راډيو د سهار له ۷ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو خپرونې لري او د ۳ ښځو په شمول ۸ تنه کارکوونکي له دې راډيو سره همکاري کوي.
د سمنګان د اطلاعات او فرهنګ د رئيس په وينا دا په دې ولايت کې دويمه خصوصي راډيو ده.
له دې وړاندې په ۱۳۸۴ لمريز کال کې حقيقت راډيو د سمنګان په مرکز کې په کار پيل وکړ او اوس د دې دوه راډيو ګانو سربېره سيمه یيز تلوېزيون او د يوې دولتي جريدې په شمول ۶ نشريې په سمنګان کې فعاليت لري.
سمنګان د هېواد د لرغونو ولايتونو څخه دی چې د ۳۵۰ زره نفوس په درلودلو سره د کابل حيرتان د لويې لارې په اوږدو کې د بغلان او بلخ ولايتونو تر منځ موقعيت لري.

