سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال نیول شوی دی

سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال نیول شوی دی

1402 سلواغې 22

ایبک، سمنګان ولایت- په سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال سیف الله کریمي د دې ولایت د والي دفتر ته له غوښتلو وروسته نیول شوی دی.د افغانستان دخبریالانو مرکز د کریمي د بندي کولو په اړه د اندېښنې په شریکولو سره، له کوم شرط پرته ژر تر ژره د دې خبریال د خوشې کولو غوښتنه کوي.

په سمنګان کې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې سیف الله کریمي تېره ورځ سهار شاو خوا 10 بجې د والي دفتر ته ورغوښتل شوی و او تر هغې راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه لري.هغه وویل چې د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کریمي سره په تلیفوني اړیکه کې له هغه غوښتي و، چې د والي د منشي په غوښتنه دې دفتر ته ورشي.

دې سرچینې زیاته کړه:«سیف الله کریمي 10 ورځې وړاندې د سمنګان لایت د هوټلونو او ریسټورانټونو باندې د مالیې زیاتولو موضوع باندې د دې ولایت مستوفي بشیر احمد نعماني سره د مرکې کولو غوښتنه کړې وه، مګر مستوفي له مرکې ډډه کړې وه او وروسته موضوع له والي عبدالاحد فضلي سره شریکوي او په پایله کې یې والي کریمي احضار وي.»

هغه وویل:« د (سلواغې په 18) د چهارشنبې په ورځ کریمي د والي دفتر ته ورځي، مګر منشي وایي چې والي نشته او مسله حل شوې ده.خو سره له دې وړمه ورځ بیا غوښتل شوی و او تر هغې راهیسې یې د برخلیک په اړه مالومات نشته.»

یوې بلې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د والي په دفتر کې له کریمي سره تاوتریخوالی شوی او د والي یو ساتونکي هغه په مخ په څپېړه وهلی دی.له ۷ میاشتو ډېره موده کېږي چې سیف الله کریمی د پژواک د سیمه ییز خبریال په توګه کار کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د سیف الله کریمي د نیول کېدو په اړه د خپلې جدي اندېښنې په شریکولو سره، د سمنګان له ځایي چارواکو غواړي چې دا خبریال له کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز د سمنګان ولایت له ادارې غواړي چې قانون ته درناوی وکړي او اجازه دې ورکړي خبریالان د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې طالبانو هم د پلې کېدا وړ ګڼلې کار وکړي.

د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، خبریالان د خپل مسلکي کار پرمهال ازاد دي او مسوولین باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډ نه شي او یا هغوی وګواښي، بلکې باید له هغوی ملاتړ وکړي.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې له خبریالانو او رسنیو څخه شکایتونو ته باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسیدګي وشي، مګر په عمل کې دا کمېسیون څنډې ته شوی دی او د خبریالانو غیرې قانوني نیول لا هم دوام لري.

په 2023 میلادي کال (1401 مرغومي 11- 1402 مرغومي 10)  د افغانستان دخبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې 168 پېښې ثبت کړي دي؛ چې له دې جملې څخه 61 یې د خبریالانو د بندي کولو دي، چې دوه تنه لا هم په بند کې دي.په فاریاب ولایت کې د امتیاز راډیو څښتن او مسوول مدیر امین الله عالمي د روان کار د زمري میاشتې په پای کې، د هغه څه په تړاو چې سیمه ییزو چارواکو «یوه غېرې رسنیزه او شخصي موضوع» بللې وه، په یو کال بند محکوم شو. په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي، چې څو ځلې د استخباراتو له لورې نیول شوی و، د روان کال د لیندۍ په 20  په یو کلن بند محکوم شوی دی.