۱۳۹۶ د سلواغې ۱۵مه
غزني: له یو خبریال سره د غزني ولایت د دوو امنیتي چارواکو له ناسم چلند او سپکاوي وروسته، خبریالانو د یاد ولایت پېښو ته پر پوښښ ورکولو بندیز ولګاوه.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال جنرال اکبر يولداش او د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر قومندانۍ سرپرست جنرال رحم الدین رحماني تېره ورځ خبریالان د یوې ناستې پوښښ ته بللي وو. یادو چارواکو د یک تلویزون له خبریال سره له دې امله چې په راپور کې یې د هغوی انځورونه نه دي خپاره کړي ناوړه چلند کړی وو او د سپکاوي ترڅنګ یې هغه د کنفرانس له خونې وېستلی وو.
له دې پېښې وروسته د خبریالانو ولایتي ټولنې، د سيمهییزو چارواکو د خبري ناستو پر پوښښ بندیز ولګاوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د تندر قول اردو د مرستیال او د پولیسو د سپین غر قومندانۍ د سرپرست چلند غندي، له خبریالانو سره بد چلند او سپکاوی په هېڅ وجه د توجیح وړ نه بولي او له مسؤولو چارواکو غواړي یاده پېښه په جدي ډول وڅېړي او پایله یې له رسنیو سره شریکه کړي.

