په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر د استخباراتو لخوا نیول شوی دی

په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر د استخباراتو لخوا نیول شوی دی

 ۱۴۰۴ د غویي ۲۰

غزني – په غزني ولایت کې د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر سلیمان راحل د دې ولایت د استخباراتو ادارې د کارکوونکو لخوا نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پېښې په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او په غزني کې د واکمنې ادارې له چارواکو غواړي چې دا خبریال ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته آزاد کړي.

له پېښې څخه یوی با خبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې سلیمان راحل د غویي میاشتې په ۱۵مه نېټه د دوشنبې په ماښام د غزني ښار مرکز کې د استخباراتو ادارې د کارکوونکو لخوا نیول شوی، خو تر اوسه د هغه د نیولو لامل معلوم نه دی.

په غزني کې یو بل سیمه‌ییز خبریال وویل، چې ښایي د راحل د نیولو لامل د هغه پر فیسبوک پاڼه ځیني وروستي پوسټونه وي چې پکې د خلکو د ټولنیزو ستونزو او د اقتصادي بېوزلۍ زیاتوالي ته اشاره شوې وه. د هغه په وینا، د غزني د استخباراتو مسؤولین د خلکو د ستونزو او د ټولنیزو مسائلو انعکاس د عامه افکارو د را پارولو هڅه ګڼي.

تر اوسه د واکمنې ادارې چارواکو، په ځانګړې توګه د غزني د استخباراتو ادارې، په دې اړه څه نه دي ویلي. د تېر کال تلې په میاشت کې د خوشحال راډیو پخوانی مسؤول مدیر حکمت آرين هم د طالبانو د جګړیزو عملیاتو په اړه د یوې موضوع د خپرولو له امله د غزني د ابتداییې محکمې لخوا په یوه میاشت بند محکوم شوی و او د بند مودې له تېرولو وروسته بېرته خوشې شو.

دا په تېره یوه اونۍ کې د خبریالانو د نیولو څلورمه پېښه ده. د غویي په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه، درې نور سیمه‌ییز خبریالان هم د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سليمان راحل د نیول کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او په غزني کې د واکمنې ادارې له چارواکو غواړي چې دا خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته آزاد کړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د پلي کېدو وړ بللی، خبریالان د خپلو مسلکي چارو په ترسره کولو کې آزاد دي او مسؤلین باید د محدودیتونو او یا ګواښونو د رامنځته کولو پرته د هغوی ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د آزادۍ د څارونکي له لوري د ثبت شویو شمېرو له مخې، اوس د سلیمان راحل سربېره لږ تر لږه لس نور خبریالان او یا د رسنیو کارکوونکي هم بندیان دي او د خپل بند موده تېروي. له دې ډلې شپږ تنه له اووه میاشتو تر درې کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.