۱۶ سلواغه ۱۳۹۶
غزني: وروسته له هغې چې د ۲۰۳ تندرقول اردو مرستیال یو خبریال سره د ناسم چلند او کړي سپکاوي بخښنه وغوښته، خبریالانو د ولایت خبري ناستو پوښښ له سره پیل کړ.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال جنرال اکبریلداش او د ۳۰۳ سپین غر زون پولیسو سرپرست جنرال رحیم الدین دوه ورځې مخکې خبریال یو خبري کنفرانس ته بللی و.
مګر په دې خبري ناسته کې دې امنیتي مسوولینو د یک تلویزیون ژونالیست سره له دې امله ناسمه رویه وکړه او د کنفرانس له اطاقه یې وویسته چې په راپور کې یې د دوی انځورونه نه وو خپاره کړي.
له دې پېښې وروسته، د خبریالانو ولایتي اتحادیې د محلي ادارې چارواکو خبري ناستو ته پوښښ ورکول بند کړل.
جنرال یلداش تیره ورځ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تالار کې د یوې غونډې پرمهال چې د والي سربیره پکې د بیلابیلو ادارو استازو ګډون کړی و؛ بخښنه وغوښته.
د غزني والي عبدالکریم متین وویل چې محلي اداره له رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمنه ده.
هغه وایي د خبریالانو د ستونزو حل، د قانون سرتاسري تطبیق او په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاس رسي حق برخه کې په کلکه توګه کار وکړي، ترڅو خبریالانو ته د اطلاعاتو ترلاسه کولو برخه کې اسانتیا رامنځته شي.

