دوشنبه، ۲۹ د وږي ۱۳۸۹
د الجزيره تلوېزيون د عربي برخې خبريال نن ورځ دوشنبه په غزني کې شاوخوا ۲ بجې د بهرنيو عسکرو له خوا ونيول شو.
رحمت الله نېکزاد له دريو کالو راپه دې خوا د الجزيره تلويزيون د انځور اخېستونکي او خبريال په توګه او د اسوشيټډ پرېس خبري آژانس سره د ولايتي خبريال په توګه همکار و.
د غزني پوليسو د بهرنيو ځواکونو له خوا د رحمت الله نېکزاد نيول تائيد کړي دي؛ مګر د دې عسکرو د هويت او د هغه د ساتنې د ځای په اړه بې خبري ښيي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د آيساف يا د ناټو تر رهبرۍ لاندې سوله ساتو ځواکونو په کابل کې خپره شوې ده؛ راغلي چې په غزني کې يو کس طالبانو ته د تبليغ په تور نيولی دی.
له طالبانو د ويډيو چمتو کول پر رحمت الله نېکزاد د لګېدلو تورونو له جملې څخه دي.
رحمت الله نېکزاد د ۱۳۸۷ کال د چنګاښ په ۲۷ د دوه ښځينه پوليسو د مړو څخه د ويډيو کولو په تور چې د طالبانو له خوا وژل شوې وې؛ د غزني د ملي امنيت له خوا ونيول شو او وروسته له دوه ورځو څخه راخوشې شو.

