گرديز، ۳ غبرګولی ۱۳۹۱
د پکتیاولایت مرکز کې د افغان ننګ خپرونې دفتر د پولیسو له لورې وروسته ترهغې پدې دلیل وتړل شو چې د یوشمیر پېژندل شويو څیرو او حکومتي مسوولینو پرضد یې له سپکاوي ډک مطالب خپاره کړي و.
د پکتیاولایت رسنیو مرکز مشر لمرنیازی وايي د افغان ننګ خپرونې مرکز دفتر د هغه ځانګړي کمیسیون لخول مهر او وتړل شو چې مشري یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس کوله.
نوموړی وايي محلي ادارې تر اوسه په رسمي ډول پدې اړه څه ندي ویلي خو ویل کیږي چې افغان ننګ خپرونه چې د فعالیت جواز هم نلري د یوشمیر چارواکو په اړه یې له طنزي مطالبو خپرولو وروسته دا پریکړه وکړه.
خو د پکتیا ولایت رسنیو مرکز مسوول وایي دې خپرونه کې خپاره شوي طنزي مطالب د خلکو له خوا ور سپارل شوي او د څلورو کالو راهیسې د پکتیا فرهنګي ټولنې تر چتر لاندې چې د فعالیت جواز لري؛ فعالیت کوي.
خو له بلې خوا د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس شفا مشفق وایي د یادې خپرونې د ځنډولو پریکړه يې د یوشمیر چارواکو او پولیسو سره په همغږۍ ترسره کړې ده.
نوموړي چې پدې اړه یې زیات مالومات ورنکړل زیاته کړه چې دا خپرونه له دې سره چې د فعالیت جواز هم نه لري د یوشمیر مشهورو څیرو او رئیسانو په اړه یې له سپکاوي ډک مطالب خپاره کړي دي.
د مشفق په خبره د دې رسنۍ فعالیت د رسنیو قانون خلاف دی او زیاتوي چې دا موضوع یې د لا زیات غور لپاره د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسیدنې کمیسیون ته استولې ده.

