۱۴۰۴ د لیندۍ ۲مه
ګردیز — په پکتیا ولایت کې د واکمنې ادارې د ځایي چارواکو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان وروسته، په پکتیا کې د ملي تلویزیون خپرونې درول شوې او یاده رسنۍ راډیو ته اوښتې ده. پکتیا ۲۳ ولایت دی، چې یاد بندیز په کې په رسمي ډول اعلان او پلي کېږي.
په پکتیا کې يوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې په یاد ولایت کې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د پکتیا ملي تلویزیون کارکوونکو ته د خپرونو د درولو امر ابلاغ کړی او یاد تلویزیون د منځپانګې په بدلولو سره راډیو ته اوښتی دی.
سربېره پر دې، له ځایي چارواکو غوښتل شوي، څو له وېډیویي مرکو ډډه وکړي او پر ځای یې خپل راپورونه په غږیز یا لیکلي بڼه وړاندې کړي. یاد بندیز په ټولنیزو رسنیو کې د باختر دولتي خبري اژانس د ځایي دفتر انځوریز فعالیتونه او همدارنګه د ځایي چاپي رسنیو او رادیوګانو لکه نن، ژوند، هوا، پتان غږ او څمکنۍ غږ فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.
دغه بندیز د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلي کېږي. د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشتې کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر پکتیا سربېره په ۲۲ نورو ولایتونو لکه: قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.
یاد بنډیز د رسنیو په فعالیتونو کې محدودیتونه زیات کړي، لسګونه تلویزیونونه تړل شوي یا رادیو ته اوښتي دي او په ځینو ولایتونو کې یې د چاپي رسنیو فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په پکتیا کې د ژونديو موجوداتو د انځورو پر خپرولو بندیز، چې په پایله کې یې ملي تلویزیون تړل شوی، په کلکو ټکو غندي. یادې پرېکړې د وېډیویي معلوماتو خپرول په جدي ډول محدود کړي او د خلکو لپاره معلوماتو ته لاسرسی یې، چې له پخوا هم محدود شوی وو، لا سخت کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې پر دې بندیز له سره غور وکړي او په لغو کولو یې رسنیو ته د خپلواک، خوندي او پرته له وېرې فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه ګټه واخلي.

