۱۴۰۴ د تلې ۲۳
ګردېز — د پکتیا ولایت ځايي سرچینې وایي، د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د واکمنې ادارې د ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې پر مهال د ملي ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی او د یادې رسنۍ انځور اخیستونکی تواب آرمان ټپي شوی دی.
یو ځایي خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې دا دواړه خبریالان د وروستیو نښتو د پوښښ لپاره په خوست ولایت کې سرحدي سیمو ته تللي وو او د پاکستاني پوځیانو له لوري پرې ډزې شوې دي.
په خوست کې يوې ځایي سرچینې وویل، چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۰مه رامنځته شوې ده او د عبدالغفور عابد مړی چې د جګړې په سیمه کې پاتې وو، نن خپل ټاټوبي د احمد اباد ولسوالي سلام خېلو کلي ته یوړل شو، هغه وویل تواب آرمان چې چې د انځور اخیستونکي په توګه یې کار کاوه په یاده پېښه کې سخت ټپي شوی او د یاد ولایت یو روغتون ته لېږدول شوی دی، د آرمان وضعیت د ډاډ وړ اعلان شوی دی.
سرچینه زیاتوي، دا دواړه سیمهییز خبریالان چې د کار ساحه یې پکتیا ولایت دی، د راډیو او تلویزیون مسؤولینو له لوري د خوندیتوب لپاره له اړینو وسایلو پرته یو بل ولایت ته چې د جګړې سیمه ده، استول شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا برید په کلکه غندي او غواړي کوي چې یاده پېښه دې د یوه بېپلوه پلاوي له لوري په دقت وڅېړل شي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه خبریالان چې جګړې ته پوښښ ورکوي، له مصؤنیت برخمن دي او باید برید پرې ونه شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د عبدالغفور عابد لپاره چې په یاده پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، د الله تعالی له دربار څخه لپاره جنت الفردوس او د تواب آرمان لپاره عاجله شفا غواړي. ورته مهال د افغانستان د خبریالانو د له ټولو خبریالانو غواړي، چې د کار پر مهال، په ځانګړي ډول د جګړې د پوښښ پر مهال، محتاط پاتې شي او د خوندیتوب لپاره د ځانګړي وسایلو له کارولو سربېره دې، امنیتي تدابیرو جدي پاملرنه وکړي.
د واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه— یوه ورځ وروسته له هغې چې ویل کېږي د افغانستان هوايي حریم د پاکستان د جنګي الوتکو له لوري نقض شوی و، پیل شوې. یادو نښتو کې تر دې دمه لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګراتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې هم درېدلې دي.

