په پکتیکا کې د يوې غیر دولتي راډیو د مسؤول مدیر خوشې کېدل

 سه شنبه، ۱۳۸۹ د وږي ۹مه

د پکتیکا د پښتون غږ راډیو مسؤول مدیر د پولیسو له يوې ورځې توقیف وروسته بېرته خوشې شو او له خوشې کېدو سره یې د یادې راډیو فعالیت بېرته پیل شو.

محمد یاسین یاسین، چې ورته مهال د پکتیکا ولایت « د ازادو خبریالانو د ټولنې مسؤول» او په کابل کې له « کلید» راډیو سره همکار هم دی، د یک شنبه په ورځ د پولیسو له لوري د «دولت ضد مطالبو» د خپرولو په تور ونیول شو.

هغه د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په اړیکه کې وویل، چې هغوی د طالبانو له لوري د ټلفونونو د راټولو په تړاو راپور جوړ او خپور کړی و، چې د سیمه‌ییزو چارواکو غبرګون یې راوپاروه.

د ياسين په وینا، طالبان د ښرنې ښار په ځینو برخو او شاؤخوا سیمو کې د خلکو ټلفونونه چې هه کمره مجهز وي، د غیر اسلامي انځورونو او فيلمونو د درلودلو له امله راټولوي.

د پښتون ږغ راډیو مسؤول مدير وویل، چې هغوی دا موضوع د ولایت له ویاند سره شريکه کړه، خو هغه په دې تړاو د نظر له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې باید دا راپور خپور نه کړئ.

محمد یاسین روښانه کړه، چې د راپور له خپرېدو وروسته د پولیسو د امنیه قومندانۍ له لوري یو پلاوی راډیو ته راغی او هغه یې د خپرونو د نشر له کمپیوټر سره یوځای امنیه قومندانۍ ته یووړ او پولیسو له ډېرو پوښتنو وروسته هغه ته سپکاوی هم کړی دی.

یاسین وویل، د خبریالانو د ټولنې د غړو له لوري له تعقیب وروسته، پولیسو د بخښنې غوښتنې ترڅنګ هغه د دوشنبې په ماسپښین خوشې کړ.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د یادې پېښې څرنګوالي ته له اشارې پرته د ولایت، پولیسو او د خبریالانو د ټولنې له استازو جوړ شوي ګډ کمیسیون له جوړېدو خبر ورکړ، څو د نوموړي په وینا په راتلونکي کې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

پښتون غږ راډیو د څه باندې ۹۰ کیلومتره مربع مستقيمو نشراتو په درلودلو سره په ۱۳۸۷ کال کې په ښرنه کې جوړه شوه او اوس مهال د پکتیکا ډېری سیمې او د غزني ولایت ځينې سیمې د یادې راډیو تر پوښښ لاندې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پولیسو یاد اقدام د بیان له ازادي سره په ټکر کې او د ازادې او شفافې اطلاع رسونې محدودونکی بولي او د افغانستان له دولت څخه غواړي څو د ورته اقداماتو له تکرار څخه ډډه وکړي.