د مېلمه راډیو د مسؤول مدیر وژل کېدل

د مېلمه راډیو د مسؤول مدیر وژل کېدل

ارګون، ۱۳۹۰ د کب ۳مه

د مېلمه خصوصي راډیو مسؤول مدير سادم خان بهادرزوی د پکتيکا ولایت په ارګون سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لوري د چاقو په وسیله په قتل ورسېد.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له دولت څخه غواړي، چې د یاد قتل عاملین پیدا او سزا ورکړي.

د مېلمه راډیو مرستیال یعقوب منظور وویل، چې ناپېژانده وسله والو د کب په ۲مه د چهارشنبې په ورځ د شپې ۸ بجې، سادم خان د یوې ټلفني اړیکې په واسطه له کوره بهر غوښتی و.

د هغه په وینا، د سادم خان د کورنۍ غړو له هغې وروسته له سادم خان څخه تر هغې بې خبره وو، چې د چهارشنبې پر سهار یې ارګون ته نږدې جسد پيدا کړ.

په پکتیکا کې د خبریالانو د ټولنې مسؤول محمد یاسین یاسین وویل، چې تر دې دمه هېڅ کس یا ډلې د سادم خان د قتل مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو ځاني او کاري مصؤنیت په تړاو په ځانګړي ډول جنګ ځپلو سیمو کې، ژوره اندیښنه څرګندوي.

په روان کال کې دا پنځم خبریال او رسنیز فعال دی، چې په هېواد کې وژل کېږي.

له دې وړاندې یو خبریال د روزګان ولایت په مرکز ټرینکوټ کې د آیساف، دوه خبریالان په مهترلام او هرات کې د ماین چاودنې او یو خبریال په کابل ښار کې د طالبانو د راکټ د لګیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د یادو خبریالانو سره، په ۱۳۸۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راهیسې د رسنیزې ټولنې د وژل شویو شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد، چې ۱۸ تنه یې د افغانستان وګړي دي.