په هرات کې د «په لوېديځه حوزه کې سل کاله له مطبوعاتو سره» ننداتون جوړېدل

په هرات کې د «په لوېديځه حوزه کې سل کاله له مطبوعاتو سره» ننداتون جوړېدل

۱۳۹۴ د غویي ۲۷مه

په هرات پوهنتون کې د افغانستان د لوېديځې حوزې د سلو وروستیو کلونو د مطبوعاتو نندارتون د سلګونو بېلابېلو نشریو په نندارې سره جوړ شو.

په دې نندارتون کې چې د سبحان بنسټ او دوربین فرهنګتون له لوړي جوړ شوی و، په لویدیځه حوزه کې په ځانګړي ډول هرات کې د تېرو سلو کلونو د ورځ پاڼو، اوونیزو او میاشتنیو په ګډون بېلابېلې نشریې نندارې ته وړاندې شوې.

د امیر امان الله خان له دورې څخه تر ظاهر شاه، د خلق او پرچم، مجاهدینو، طالبانو او له طالبانو وروسته حکومتونو شاؤخوا ۵۰۰ نشریې د غویي له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې د درېیو ورځو لپاره د عامو خلکو نندارې ته کېښودل شوې.

د دوربین فرهنګتون مسؤول نور احمد کریمي په دې برخه کې د مطبوعاتو لرغوني تاريخ ته په اشارې وویل، چې اوس مهال مطبوعات له بېلابېلو په ځانګړي ډول له مالي ننګونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې په یاد ولایت کې ډېری نشریې د اقتصادي ستونزو له امله له چاپ پاتې شوي او په هغه صورت کې چې دولت له ازادو مطبوعاتو ملاتړ ونه کړي، د دې رسنیو وضعیت به په کراتو ترینګلی شي.

د سبحان بنسټ مسؤول شفيق بهروزیان هم د مطالعې دود کمرنګي کېدل او مطبوعاتو ته د خلکو د لېوالتيا کمېدل له هغو لویو ستونزو څخه یاد کړل، چې د هغه په وینا د دې لامل شوي، څو ډېری چاپي رسنۍ له خپرېدو پاتې شي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال ډېری خلک ليوالتيا نه لري، څو د نشرياتو د مطالعې لپاره پیسې ورکړي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس آریا رؤفیان هم په یاد ولایت د رسنیو په مالي ستونزو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل، چې اوس مهال حتا اتفاق الاسلام دولتي ورځ پاڼه هم، چې د دې ادارې تر پوښښ لاندې فعالیت کوي له ورته ستونزو سره مخ ده.

هغه وویل، چې په دې وروستیو کې د افغانستان دولت او حتی نړیوالې ټولنې دې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې.

په دې حوزه په ځانګړي ډول هرات کې د چاپي رسنیو لرغونې سابقې ته په کتلو، اوس مهال یواځې اتفاق الاسلام دولتي ورځ پاڼه او د اوونيزو او میاشتنیو په ګډون شاؤخوا ۳۰ نشریې په منظم ډول چاپېږي او په فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې وضعیت په کراتو بد تره دی او په هر ولایت کې مطبوعات د ګوتو په شمار او نامنظم ډول خپرېږي.