۱۳۹۵ د زمري ۲۶
هرات: د افغانستان د خبریالانو مرکز د هرات د پولیسو له لوري د یو ځایي خبريال نیول او په سپکاوی په کلکو ټکو غندو او له ځایي چارواکو غواړي چې یاده پېښه جدی وڅېړي.
په هرات ښار کې د استقلال ځایي تلویزیون خبریال حسن نیکخواه سره، د یکشنبې ورځې ماښام مهال د هرات ښار په درېيمه ناحیه کې له يوې جنایي پېښې څخه د انځور اخیستنې پر مهال د ځینو پولیسو سرتېرو له لوري د جنایي مدير په شتون په سپکاوي چلند وشو.
نیکخواه وویل: « سره له دې چې د پېښې په سيمه کې مې د خبريالۍ کارت جنایي مدير ته ښودلی وو، خو کله مې چې غوښتل د خپل ټلفن په واسطه انځورونه واخلم، پولیسو ممانعت وکړ»
د استقلال تلویزیون خبریال زیاته کړه، د يوې لفظي شخړې او لانجې وروسته د هرات ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي مدير په لارښوونه او د څارنوالي استازي په شتون کې په ډېر سپکاوي د رنجر موټر په واسطه درېیمې امنیتي حوزې ته ولېږدول شو او توقیف شو.
په هرات کې د افغانستان د خبريالانو مرکز استازی عبدالقيوم پدرام قاضي زاده وايي چې نیکخواه مخ هم د پولیس د تاوتریخوالي له امله ټپي شوی دی، او له نیم ساعت وروسته د خبريالۍ بنسټونو او د څارنوالۍ رئیس په منځګړیتوب ازاد شو.
به گفته قاضی زاده، روز گذشته نمایندگان نهادهای حامی خبرنگاران و رسانه ها در یک نشست اضطراری با حضور این خبرنگار و مسؤل نشرات تلویزیون استقلال و شماری از مسؤلان محلی این موضوع را مورد بررسی قرار دادند.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په دې لیدنه کې د څارنوالۍ رئیس عبدالحق احمدي په دې پېښه خواشيني څرګنده کړه او ویې ویل، چې د خبریالانو د ملاتړي اقداماتو او پرېکړې ته درناوی لري او ژمنه کوي، چې یاده پېښه په جدي توګه وڅېړي.
همداراز د خبریالانو د ملاتړي بنسټونو استازو د هرات ولایت امنیه قومندان سره ليدنه کې خپل شکایت مطرح کړ او د دې پېښې له امله یې خپله زعژوره خواشيني څرګنده کړه.
د هرات ولایت امنیه قومندان محمد ایوب انصاري هم د جنایي مدير د چلند له امله د بخښنې غوښتنې ترڅنګ وویل، چې دا پېښه به په جدي ډول تعقیب کړي او د رسنیزو بنسټونو له هر ډول کړنو ملاتړ کوي.
ټاکل شوې دا موضوع نن له غرمې وروسته د امنیه قومندان، جنایي مدیر، رسنیزو بنسټونو استازو او د استقلال تلویزیون د خبریال په شتون کې په یوه ګډه ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شي او پایله یې رسنیو سره شريکه شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له ځایي ادارې څخه غواړي، چې یاده موضوع په جدي توګه وڅېړي او اجازه ورنه کړي چې له خبریالانو سره په ځانګړي ډول د پولیسو له لوري غیر قانوني او له تاوتریخوالي ډکې کړنې تکرار شي.

